د چرګانو واردوونکو او تولیدوونکو سره غونډه تر سره شوه
۳۰ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۲۶ ربیعالثاني ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د چرګانو د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د چرګانو تولیدوونکو(فارم لرونکو، او د چرګانو پالنې ټولنو) او واردوونکو سره دکرنې په وزارت کې غونډه په لاره واچول شوه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم په دې غونډه کې وویل: «خصوصي سکټور، سوداګر، صنعت کاران او عام خلک یو بل سره لاس په لاس او په ګډه خپلې ستونزې باید په خپله حل کړو، موږ داسې پرېکړه کوو، چې نه سوداګر او نه هم تولیدوونکي زیانمن شي موږ ته دواړه د ارزښت وړ دي.»
په دې غونډه کې د چرګانو یوشمېر تولیدوونکو د برېډر چرګانو، بې کیفیته غوښې، دانې او درملو له وارداتو او دغه راز د یادو توکو له لوړې بیې شکایت درلود، دوی وویل، چې د چرګانو او د چرګانو د غوښې د وارداتو په صورت کې کورني تولیدات له سقوط سره مخ کېږي.
د چرګانو یوتن تولیدوونکی سید رحیم بابکرخېل وویل: «۱۵۰۰ تولیدوونکي شرکتونه او ۱۲ زره تولیدوونکي لرو، چې یو میلیارډ ډالره پانګونه یې کړي دي او موږ قرباني شوي یو، کله چې له بهره چرګان او د چرګانو غوښې واردېږي، کورنیو تولیداتو پلور ته بازار نه وي، چې دا په خپله د کورنیو چرګانو پالنې د فارمونو دسقوط لامل کېږي.»
په همدې حال کې د یونس شرکت رییس او د چرګانو واردوونکی حاجي محمدیونس وویل: «موږ د بازار عرضه او تقاضا ته په کتو فعالیت کوو، مالیه ورکوو او جواز لرو، موږ په ځان بسیا نه یو، دا د خلکو غوښنه ده، دا هم د کیفیت له پلوه ښه دي او هم د بیې له اړخه او خلک ترې راضي دي او تولیدوونکو لپاره هیڅ ستونزه نشته.»
د غوښینو چرګانو ډېری فارمونه د کابل او کندهار په ولایتونو کې شتون لري. دغه زار د ننګرهار، فاریاب، بلخ، فراه، هرات او لغمان ولایتونو کې هم د غوښینو چرګانو فارمونه ډېر دي. د چرګانو د تکثیري فارمونو شمېر د ګوتې په شمېر دي، چې په ټوله کې د کندهار او بلخ په ولایتونو کې د تکثیري چرګانو څلور فارمونه شتون لري.
اوسمهال د پاکستان، ایران او قزاقستان هېوادونو څخه د چرګانو غوښې او هګۍ واردېږي، خو په دې وروستیو کې د چرګانو د غوښې او هګیو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې په پار د کرنې وزارت هلې ځلې ډېر شوي دي.
نشستی با تولید کنندهگان و وارد کنندهگان مرغ برگذار شد
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نشستی را با تولید کنندهگان (فارمداران و اتحادیهها مرغداری) و وارد کنندهگان مرغ بهمنظور حل معضل میان تجاران و تولید کنندهگان در وزارت زراعت دایر کرده است.
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این نشست گفت:« سکتور خصوصی، تجاران، صنعتکاران و مردم عام دست به دست هم داده و مشکل ما را خود ما حل نماییم، ما تصمیم بر این میگیریم تا نه تجاران خسارهمند شوند و نه تولید کنندهگان هردو برای ما ارزشمند است».
شماری از تولید کنندهگان مرغ در این نشست از واردات مرغ بریدر، گوشت، دانه و دوای بیکیفیت همچنان قیمت بالا آن شکایت داشتند آنها گفته اند، در صورت وارد ساختن مرغ و گوشت مرغ تولیدات داخلی بهسقوط مواجه میشود.
سید رحیم بابکر خیل یکتن از تولید کنندهگان مرغ گفت:« یکو نیم هزار شرکت تولید کننده با 12 هزار تولید کننده داریم که ملیارد ها دالر سرمایه گذاری کرده اند و قربانی شده ایم، وقتی گوشت و مرغ از خارج وارد میشود بازار فروش به تولیدات داخلی نیست، سبب سقوط فارمهای مرغ پروری میشود.»
در همین حال حاجی محمد یونس رییس شرکت یونس و یکتن از وارد کنندهگان مرغ میگوید:« ما بر اساس عرضه و تقاضای بازار فعالیت میکنیم، مالیه میدهیم و جواز داریم، ما نه خودکفا استیم، مردم میخواهند، این هم از لحاظ کیفیت خوب است هم از لحاظ قیمت و مردم از آن راضی هستند و برای تولید کنندهگان هیچ مشکلی نیست».
بیشتر فارم مرغهای گوشتی در ولایت کابل و کندهار قرار دارند. همینطور در ولایتهای ننگرهار، فاریاب، بلخ، فراه، هرات و لغمان نیز فارم مرغهای گوشتی بیشتر اند. تعداد فارم پرورش مرغهای تکثیری انگشتشمار اند و چهار فارم در ولایتهای کندهار و بلخ قرار دارند.
در حال حاضر از کشورهای پاکستان، ایران و قزاقستان گوشت و تخم مرغ وارد میشود اما در سالهای اخیر تلاشهای این وزارت برای خودکفایی در بخش تولید گوشت و تخم مرغ بیشتر شده است.
