د هندوستان خلکو له خوا ٤٠ زره لیټره مرسته شوې ملټین د کرنې وزارت ته وسپارل شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۳۵
د هندوستان خلکو له خوا ٤٠ زره لیټره مرسته شوې ملټین د کرنې وزارت ته وسپارل شو

د هندوستان خلکو له خوا مرسته شوې ۴۰ زره لیتره ملټین د ایران د چابهار بندر له لارې کابل ته راورسېدل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ ته وسپارل شو.
د دغه افت وژونکو د سپارلو په مراسمو کې، چې د ملخانو د یرغل پر وړاندې په مبارزه کې کارول کېږي، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د بوټو ساتنې او قرنطين رییس انجنیر عتیق الله مسلم او دکرنې وزارت یوشمېر متخصصینو حضور درلود.
د هندوستان د خلکو دغه مرسته د چابهار بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوي او د اړتیا په صورت کې به د ملخانو د یرغل دمخنیوي په موخه په زیانمنو ولایتونو کې وکارول شي.
مولوي صدر اعظم عثماني د دغو توکو ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل، چې دغه درمل د بزګرانو د ژوند په ښه کولو او د کرنې په وده کې اغېزمن تمامېدای شي:
"په تېرو وختونو کې، ملخانو په شمالي ولایتونو کې د کروندګرو په ځمکو کې بې ساري یرغل درلود، له نېکه مرغه، سږ کال موږ وکولی شو چې د دې حشراتو له ګواښ سره په اغیزمنه توګه مبارزه وکړو. اوس چې دا مواد رسېدلي دي، موږ کولای شو په راتلونکو کلونو کې د ملخانو د حملې په صورت کې ترې ګټه واخلو، د افغانستان اسلامي امارت سیاست ګاونډیانو ته د زیان په نه رسولو ولاړه ده، ددې لپاره چې په تېرو وختونو کې ملخانو د تاجکستان او ازبیکستان ګاونډیو هېوادونو پر پولو د بزکرانو پر کروندو یرغل کړی دی. هلې ځلې کوو، چې ګاونډیان هم باید له دې ګواښ څخه خوندي وي.دا درمل د ملخانو او نورو حشراتو د راتلونکي برید پر وړاندې د اقداماتو لپاره چمتو دي او د اړتیا په صورت کې به د کرنې کارمندانو لخوا وکارول شي."
دغه راز د بوټو  ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم د کروندګرو لپاره د ملتین افت وژونکو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه:"د دغو توکو ټولیز ارزښت څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي او شاوخوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې راولي او د اړتیا په صورت کې د ملخانو پر ضد کمپاین کې کارول کېږي او د بدخشان، تخار، کندز، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ بادغیس، هرات او هر هغه ولایت چې د مراکشي ملخانو له ګواښ سره مخ وي کارول کېږي."

تسلیم گیری ۴۰ هزار لیتر ملتین کمکی مردم هندوستان از سوی وزارت زراعت
۱ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
۴۰ هزار لیتر ملتین جهت مجاله علیه آفت ملخ کمک شده از سوی مردم هندوستان از طریق بندر چابهار کشور ایران به کابل رسید و توسط رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تسلیم گرفته شد.
در محفل تسلیم‌گیری این آفتکش  که برای مبارزه با هجوم ملخ‌ها استفاده می‌شود مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، انجنیر عتیق‌الله ‌مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین و متخصصان زراعت حضور داشتند و در فارم تحقیقاتی بادام باغ تسلیم گرفته شد.
این کمک مردم هندوستان از طریق بندر چابهار به افغانستان انتقال و در صورت نیاز در ولایت‌های آسیب‌پذیر از هجوم ملخ‌ها استفاده خواهد شد.
مولوی صدراعظم عثمانی در محفل تسلیم‌گیری این مواد گفت که این دوا می‌تواند در بهبود زنده‌گی دهقانان و انکشاف زراعت موثر تمام شود. " در گذشته ملخ‌ها هجوم بی‌سابقه به مزارع دهقانان در ولایت‌های شمال داشتند، خوشبختانه امسال توانستیم در برابر تهدید این حشره مبارزه موثر نمائیم، حالا این مواد رسیده می‌توانیم در سال‌های آینده در صورت حمله ملخ‌ها از  آن استفاده نمائیم، سیاست امارت اسلامی افغانستان استوار به ضرر نرساندن به همسایه‌هاست، چون در گذشته ملخ‌ها در ولایت‌های هم‌سرحد به کشورهای تاجیسکتان، ازبکستان و ترکمنستان هجوم داشتند، تلاش خواهیم کرد که مزارع دهقانان همسایه نیز از این تهدید در امان بمانند، برای تدابیر از هجوم آینده ملخ‌ها و حشرات دیگر این دوا آماده می‌باشد و در صورت نیاز توسط کارمندان زراعت استفاده خواهد شد".
بعد از آن انجینیر عتیق‌الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین راجع به اهمیت آفتکش ملتین برای دهقانان صحبت کرده افزود" ارزش مجموعی این مواد به حدود ۴۰ میلیون افغانی میرسد و حدود ۸۰ هزار هکتار زمین را تحت پوشش قرار میدهد و در صورت نیاز در کمپاین مبارزه با ملخ‌ها استفاده خواهد شد، و در ولایت‌های بدخشان، تخار، کندز، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، بادغیس، هرات و هر ولایت دیگر که در تهدید ملخ مراکشی باشد استفاده می‌شود".

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت