د قوشتيپې کانال شاوخوا ځمکې څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي ارزونې په پار غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۲:۱۶
د قوشتيپې کانال شاوخوا ځمکې څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي ارزونې په پار غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکې څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي، د ځمکې د اجاره ورکوونې او د کانال تر پوښښ لاندې ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه غونډه دائره کړه.
دغه غونډه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ او د مالیې، اوبو او برېښنا، اوبو او انرژۍ، ملي پراختیا، ښار جوړونې او چاپېریال ساتنې ادارو د استازو او دغه راز د کرنې وزارت د یوشمېر رییسانو په ګډون دکرنې په وزارت کې جوړه شوې وه. 
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدرا عظم عثماني وویل: «د قوش تېپې کانال له سترو پروژو څخه ده او ځانګړي اهمیت لري، چې څنګه کولای شو د قوش تیپې کانال شاوخوا ځمکو څخه ښه ګټه پورته کړو او په اجاره یې ورکړو. دا مسؤلیت تر ډېره د کرنې وزارت پورې اړه لري.»
په ورته وخت کې د ملي پراختیایي شرکت چارواکو وویل، چې  دوی د کرنیزو ځمکو د جوړولو او طبقه بندۍ په پار طرحه لري، ټاکل شوې، چې زرغون کمربند، د متراکمو ځنګلونو سیمې،د خځلو سیمه، د مقناطسي جذابیت سیمه، د کرنیزو کمپلکسونو جوړول او صنعتي پارکونه جوړ شي.
د قوش تې اندخوی کانال شاوخوا 270 کیلومتره اوږدوالی لري، په دې کې د اوبو ډیری بندونه، د اوبو لګولو ودانۍ او د امکان په صورت کې د بریښنا بند جوړول هم شونی دی.

جلسه بررسی چگونگی استفاده از زمین‌های اطراف کانال قوش تیپه برگزار شد
۱۴ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری جلسه را به منظور بررسی  چگونگی استفاده از زمین‌های اطراف قوش تیپه، اجاره دهی زمین و چگونگی استفاده موثر از زمین ها تحت پوشش کانال دایر نموده است.
این جلسه به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و به اشتراک نماینده گان وزارت مالیه، آب و برق، انرژی و آب، انکشاف ملی، شهرسازی، محیط زیست و شماری از رییسان وزارت زراعت برگزار شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری گفت:« کانال قوش تیپه یکی از پروژه های بزرگ بوده و اهمیت خاص برخوردار است این که چطور بتوانیم از زمین‌های اطراف کانال قوش تیپه استفاده خوب کنیم و به اجاره دهیم این مسوولیت بیشتر به وزارت زراعت برمی‌گردد.
 در همین حال مسوولان شرکت انکشاف ملی گفته اند، ما طرح به خاطر ساختن و طبقه بندی زمین‌های زراعتی داریم، قرار است که کمربند سبز، ساحه جنگلات متراکم، ساحه رسوبات، ساحه جذب مقناطیسی، ساختن کمپلکس زراعتی، پارک های صنعتی ساخته شود.
کانال قوش تپه اندخوی در حدود۲۷۰ کیلو متر طول دارد، چندین آبگردان، ساختمان‌های آبیاری و در صورت امکان ایجاد بند برق را نیز در بر می‌گیرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت