دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو
۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې (بروسلوز) ناروغی دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو.
ددې کمپاین په ترڅ کې ۷۵۰ لوی او ۱۰۰۰ کوچني څاروي واکسین شول، چې موخه یې د یادې ناروغۍ مخنیوي او د مالدراۍ سکټور پیاوړتیا ښودل شوې ده.
په همدې حال کې مالداران دکرنې وزارت له دې اقدام څخه د خوښۍ ترڅنګ د ورته نورو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتونکي شول او ترڅو ددوی څاروي د ناروغیو له ګواښ څخه خوندي شي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکو دوی ته ډاډ څرګند کړل، چې د یاد ریاست د شته امکاناتو په چوکاټ کې به له دوی سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ترسره شي.
