د غور په ولایت کې دکرنې وزیر: «د خپلواكۍ او ازادۍ ترلاسه كولو لپاره زموږ هلې ځلې پایله ورکړه، د كرنې په برخه كې هم بريالۍ کېږو»
۱۰ تله ۱۴۰۲ه.ش
١۷ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او ویې ویل، چې د هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ ترلاسه کولو په موخه د دوی هل ځلې پایله ورکړه؛ د الله «ج» په توکل او د خلکو په لوړ همت سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې هو بریالۍ کېږي.
دا غونډه د غور ولایت د کرنې په ریاست کې د غور ولایت د والي مولوي احمدشاه دین دوست په حضور کې جوړه شوه.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د غور دکرنې ریاست کارکوونکو سره په کتنه کې، غور د تمدن، تاریخي فرهنګ او تاریخي ټاټوبي په توګه یاد کړ او د اسلام په بریا، د اسلامي جغرافیا پراختیا او د اشغال په دوو دورو کې د خلکو پرحق جهاد په لاره کې د دې خاورې د خلکو اتلولي وستایله.
ښاغلي عمري د کرنې ریاست کارکوونکو ته د کرنې وزارت کاري لومړیتوبونه تشریح کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلو مسوولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ اوطبیعي سرچینو د پراختیا په برخه کې خپلې طرحې، نظریات او وړاندیزونه شریک کړي، ترڅو پرې کار ووشي.
ښاغلي عمري زیاته کړه: «غور د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې محوري رول لوبوي، د غور ولایت پراخو اوبو، حاصلخیزې خاورې، اقلیم او مناسبو ځمکو ته په کتو کولای شو په غور کې ګټورې اقتصادي، کرنیزې، اوبولګولو او مالدارۍ پروژې عملي کړو، ترڅو په غور کې اسانتیاوې رامنځته او خلک په سوکالۍ او رامتیا کې ژوند وکړي.»
د کرنې وزیر زیاته کړه: «غور په تېر وخت کې د تمدن، دین او شریعت مرکز و او اوس هم کولای شي د کرنې په برخه کې مهم رول ولوبوي، په تېرو ۴۵ کلونو کې دښمنانو او اشغالګرو هېوادوالو ته د یووالي اجازه ور نه کړه، اوس یوه چتر رامنځته شوی دی، باید د وطن د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړو، تاسو د کرنې کارکوونکی مسوولیت لرئ، دکرنې، مالدارۍ او اقتصادي انقلاب یا بدلون په موخه اساسي موضوعات مطرح کړئ او خلک وهڅوئ، چې د اقتصادي بوټو د ودې لپاره کار وکړي.»
د کرنې وزیز دغه راز په هېواد کې د خوراکي توکو د خوندیتوب پر لوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:م«موږ له امنیتي اشغال او استقلال څخه خلاص شو، د خوراکي توکو د اشغال او بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې هم کار کوو. اړتیا ده، چې خلکو ته پوهاوی ورکړو، چې عاید لرونکي بوټې وکري، دودیزه مالدارۍ ته بدلون ورکړو ترڅو خلکو ته باکیفیته توکي چمتو کړودا ستاسو مسوولیت دی، چې غور په یوه کرنیز او اقتصادي ولایت بدل کړئ.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د غور ولایت خلکو ته د نویو پروژو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل، چې په راتلونکي کال کې به په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰ چکډمونه او د اوبو زېرمې جوړو، چې د غور خلک به هم له دغو پروژو څخه برخمن شي.
په ورته وخت کې د غور والي احمدشاه دین دوست د غور ولایت د کرنې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «غور ولایت پراخې او مناسبې ځمکې او کافي اوبه لري، نو پکار ده چې په دې برخه کې کار وشي، څو د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راولي او موږ په دې برخه کې ژمن یو، چې پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړو.»
په ورته وخت کې د دغه ولايت د کرنې رییس مولوي غلام محمد کاظم د کرنې رياست دفعالیتونو په اړه راپور ورکړ او ويې ويل: «د غور خلک تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. په تېر کې غور ته هېڅ پام نه دی شوی، خو هیله لرو چې اوس د غور خلکو ته پاملرنه وشي او د هریرود او فراه او د مرغاب سیندونو اوبه مدیریت او کارول شي، ځکه خلک ډېر کار کوي، خو پایله یې کمه ده.»
په دې غونډه کې د غور ولايت د کرنې رييس مولوي غلام محمد کاظم، د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس مولوي مصباح الدين مستعین او د دغه وزارت د مقام سلاکار ميرويس خوګياڼي هم حضور درلود.
غور د هېواد یو له لرې پرتو ولایتونو څخه دی، چې ډېری خلک یې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي.
وزیر زراعت در ولایت غور:
"تلاشهای ما جهت کسب استقلال و آزادی نتیجه داد، در بخش زراعت نیز موفق میشویم"
۱۰ میزان ۱۴۰۲ ه.ش
مولوی عطاءاللهعمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت غور با کارمندان ریاست زراعت آن ولایت دیدار نموده و گفت که تلاشهایشان جهت دریافت استقلال و آزادی وطن به ثمر نشست؛ به توکل الله"ج" و همت مردم در بخش زراعت، آبیاری و مالداری نیز پیروز میشوند.
این دیدار در ریاست زراعت ولایت غور با حضور مولوی احمدشاه دین دوست والی ولایت غور انجام شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در جریان دیدار با کارمندان زراعت، غور را مهد تمدن، تاریخ فرهنگ بیان کرده و از قهرمانیهای و تلاشهای مردم این سر زمین در پیروزی اسلام، توسعه جغرافیای اسلامی و جهاد بر حق مردم در دو دوره اشغال به نیکویی یاد کرد.
آقای عمری اولویتهای کاری وزارت زراعت را به کارمندان اداره زراعت تشریح نموده و از آنها خواست که به مسوولیتهای شان توجه جدی داشته باشند و طرحها، نظریات و پیشنهادات شان را در راستای انکشاف زراعت، آبیاری، مالداری و منابع طبیعی شریک سازند تا روی آن کار شود.
آقای عمری افزود:" غور نقش محوری در خودکفایی افغانستان دارد، با توجه به آب فراوان، خاک حاصلخیز، اقلیم و اراضی مناسب میتوانیم کارهای ثمربخش اقتصادی، زراعتی، آبیاری و مالداری را در غور عملی کنیم تا به مردم سهولت، آسایش و رفاه بیاید".
وزیر زراعت افزود غور در گذشته مرکز تمدن، دین و شریعت بود و حال نیز میتواند در بخش زراعت نیز نقش اساسی داشته باشد "در ۴۵ سال گذشته دشمنان و اشغالگران اجازه متحد شدن به این ملک را ندادند، حال یک چتر واحد آمده، باید روی آبادی و انکشاف وطن کار نمائیم، شما کارمندان زراعت مسوولیت دارید که موضوعات اساسی برای انقلاب زراعتی، مالداری و اقتصادی را مطرح کنید و مردم را تشویق نمائید تا روی ترویج نباتات اقتصادی کار نمایند".
وزیر زراعت همچنان تاکید بر بلند بردن مصونیت غذایی در کشور کرده علاوه کرد " از اشغال امنیتی و استقلال خلاص شدیم، روی رهایی از اشغال غذایی و فقر نیز کار نمائیم، ضرورت است که به مردم آگاهیدهید تا نباتات پر عاید را کشت نمایند، مالداری سنتی را تغییر دهیم تا مواد خوراکه باکیفیت به مردم تهیه کنیم، این مسوولیت از شماست تا غور را به ولایت زراعتی و اقتصادی تبدیل کنید".
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از آغاز پپروژههای جدید به مردم غور خبر داده گفت در سال آینده حدود ۱۲۰ چکدم و ذخیره آب در افغانستان میسازند که مردم غور بخشی از مستفدین این پروژهها میباشند.
در همین حال احمدشاه دین دوست والی غور پیرامون اهمیت زراعتی ولایت غور سخن زد اضافه کرد «ولایت غور دارای اراضی بزرگ و مساعد و آب فراوان میباشد، نیاز است که روی آن کار صورت گیرد تا زندگی مردم تحول مثبت گردد و ما در این بخش متعهد به همکاری در تطبیق پروژههای عمرانی میباشیم».
در همین حال مولوی غلام محمد کاظم رئیس زراعت ولایت گزارش کارکردهای ریاست زراعت را بیان کرده گفت" مصروفیت مردم غور بیشتر متکی به زراعت و مالداری میباش و در گدشته به غور هیچ توجه نشده است اما؛ امید داریم که حال به مردم غور توجه شود و آب دریاهای مرغاب هریرود و فراه رود مدیریت شده و استفاده شود چون مردم زیاد زحمت میکشند ولی حاصل کم میگیرند".
در این مجلس مولوی غلام محمد کاظم رئیس زراعت ولایت غور، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت نیز حضور داشتند.
غور از ولایتهای دور افتاده کشور میباشد که مردم آن بیشتر مصروف مالداری و زراعت هستند.