دایکندي کې د «ADA» موسسې اقتصادي پیاوړتیا پروژه معرفي شوه

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۴:۲۶
 دایکندي کې د «ADA» موسسې اقتصادي پیاوړتیا پروژه معرفي شوه

۱۶چنګاښ ۱۴۰۰
د دایکندي ولایت د کیتي، سنګتخت او بندر په ولسوالیو کې د «ADA» موسسې اقتصادي پیاوړتیا پروژه خپل فعالیتونه پیل کړل.
د دایکندي ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدعبدالواحد فیروزي، ددې پروژې په پېژند غونډه کې وویل، چې د «ADA» موسسې اقتصادي پیاوړتیا پروژه کې د نویو ګلخونو جوړول، د چرګانو پالنې فارمونه جوړول او د بادامو پروسس شامل دي. هغه دا پروژه د کروندګرو مېرمنو د اقتصادي ودې په پار مهمه پروژه وبلله او زیاته یې کړه، چې ددې پروژې له لارې ډېرو کورنیو ته د عوایدو ترلاسه کولو زمینه برابرېږي.
دغه راز ددې پروژې یوتن مسوول انجنیر راشد وویل، چې د «ADA» موسسې د اقتصادي پیاوړتیا پروژه دګیتي، سنګتخت او بندر په ولسوالیو کې فعالیت کوي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت