کندهار کې په درې زره مالدارانو د څارویو خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوی دی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۱۴
کندهار کې په درې زره مالدارانو د څارویو خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوی دی

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ ددې ولایت پر درې زره وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشي.
دا خوراکي توکي د سیمه ییزو چارواکو له خوا ددې ولايت په درې ولسواليو کې پر درې زره وچکالۍ ځپلو مالدارانو وېشل کېږي، چې په ترڅ کې به يې هر مالدار ته ۲۰۰ کيلوګرامه د څارويو خوراکي توکي ورکړل شي.
 کندهار کې، پر وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارويو د خوراکي توکو وېش د دامان له ولسوالۍ څخه پيل شوې، چې موخه يې د وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارويو خوندي کول، د مالدارانو ملاتړ او د مالدارۍ پراختيا او ودې ته زمينه برابرول دي.
بايد وويل شي،چې دکرنې وزارت د همکارو بنسټونو په مرسته د يوې طرحې پر اساس په ټول هېواد کې پر وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارويو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړی دی، چې تر دې دمه زرګونه مالداران ترې برخمن شوي دي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت