وطني خرما نوی او خوندوره مېوه

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۵:۲۰
وطني خرما نوی او خوندوره مېوه

خرما خوږه او ښه خوندوره مېوه د افغانستان د اړینو وچو مېوو له ډلې ګڼل کېږي. دا مېوه د روژې په میاشتې، اختر، نوی کال، د خوښیو په مراسمو، ختمونو، فاتحو، په ځېنو خوړو او له چای سره د خوږو او دېته ورته  نورو شیانو کې کارول کېږي. د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې په وحشي او طبیعي  بڼه دغه مېوه شتون لري. خو د څو کلونو راهیسې، د کرنې وزارت له لورې د هېواد په اوو ولایتونو کې د خرماوو بڼوڼه جوړ شوي دي، چې په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې یې حاصل ورکړې او د کابل ترڅنګ په یوشمېر بازارونو کې پلورل کېږي.
د ننګرهار خرما په افغانستان کې له خوندور، قوي او نویو مېوو څخه ده. د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې اقلیمي شرایطو ته په کتو، د خرماوو د ونو ودې ته زمینه برابره ده. په همدې موخه د کرنې وزارت په دې وروستیو کلونو کې سروې کړې او په اوو ولایت کې یې د خرماوو په نیالګیو پانګونه کړې او ددې مېوې یوشمېر بڼونه یې جوړ کړي دي. ننګرهار یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې د خرماوو بڼوڼو لپاره مناسب اقلیم لري او سږکال یې شاوخوا ۱۵۰ ټنه خرما تولید کړې ده.
د ننګرهار ولایت د کرنې رییس انعام الله صافی وایې « په ننګرهارولایت کې د خرماوو د کښت سیمه ۶۷جریبه ده، چې سږکال یې ۱۵۰ټنه خرما بازارته وړاندې کړې ده. ښاغلي صافی د خپلو خبرو په دوام کې وویل، خرما د ګرمو او معتدلو سیمو بوټی دی. په وچو سیمو کې ډېرکم او هغه سیمې چې د اوبو له کمښت سره مخ وي، ښه توافق نه لري. د ننګرهارپه مرکز، بهسود، کامه، ګوشته، سره رود او کوزکونړ ولسوالیوکې ترټولو زیاته خرما تولیدېږي. صافی زیاته کړه «په ۲۰۰۸ام کال کې د خرماوو د بېلابېلو نژادونو لس زره نیالګي د متحده عربي اماراتو  له لورې مرسته وشوه، چې د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ د هډې په فارم کې کېنول شول او خوشبختانه له پنځه کلونو وروسته سږ یې دویم کال ده، چې حاصل ورکوي.»
د ننګرهارولایت د سره رود ولسوالي د معروف کلا اوسیدونکی یوتن بڼوال غلام سخي وایي «زه د ډول ډول مېوو ۲۰ جریبه بڼ لرم د نورو مېوو ترڅنګ خرما هم پکې شتون لري او ښه پایله یې ورکړې ده. د حاصلاتو په وخت کې د خرما یومن په بازار کې په   ۵۰۰افغانۍ پلورم او په کلني ډول له خرما څخه نږدې ۵۰۰ زره افغانۍ عاید لاسته راوړم.»
 د ننګرهارولایت د ګوشتې ولسوالۍ یوتن بڼوال اتمروايي، چې په یاد ولایت کې د خرما بڼوڼو لپاره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او ما خپله په پنځه جریبه ځمکه د خرما بڼ جوړ کړی او یوه  کیلو یې په بازار کې په سل افغانۍ خرڅوم.  د کرنې له وزارت څخه غوښتنه لرم، چې بزګرانو ته د کیفیت لرونکو کرنیزدرملو چمتوکولو په برخه کې پاملرنه وکړي.
بلخوا، د فراه ولایت د کرنې ریاست په یاد ولایت کې د خرماوو د بڼوڼو له لومړیو حاصلاتو څخه خبر ورکوي. د فراه ولایت د کرنې رییس عبدالمنان متین وایي،«د فراه په ۸۰۰ جریبه ځمکه د خرما بڼوڼه شتون لري، چې د الغرافه خیریه موسسې لخوا جوړ شوي دي. سږکال وروسته له پنځو کلونو په یاد ولایت کې نږدې زره کیلو خرما له یادو بڼوڼو څخه لاسته راغلې ده.»
ښاغلي متین زیاته کړه، چې د خرماوو د ونو شتون له پخوا وختونو راهېسي په دودیز او غیر معیاري ډول شتون درلود هغه وویل « په یاد ولایت کې یوکلی د خرمالق په نوم شهرت لري او خرما په ټوله کې یو ګرمسیربوټی ده، چې د مېوې ترپخېدو پورې په پریمانه ډول د لمر وړانګو ته اړتیا لري.»
  د فراه ولایت بڼوال او ځمکوال په یاد ولایت کې د خرماوو له بڼوڼو خوښ دي او وایي، چې د فراه ولایت بېلابېلو سېمو کې له پخوا راهېسي د خرماوو ونو شتون درلود او ښه پایله یې ورکړي دي.
د فراه ولایت مرکز د رج کلی یوتن بڼوال محمد نادر چې تازه یې د خرما بڼ جوړ کړی وایي، د کرنې وزارت ماته د خرماوو پنځه جریبه بڼ جوړ کړی. تازه مې نیالګي کرلي دي او پنځه کاله وروسته به نتیجه ورکړي. د فراه  ولایت اقلیم د خرما لپاره مناسب دی.
د فراه ولایت مرکز د نورزی کلي یوتن اوسیدونکی نور احمد، چې تازه یې د خرماوو بڼ جوړ کړی وایي، د کرنې وزارت څخه ډېره مننه کوم، چې ماته یې په پنځه جریبه ځمکه د خرما بڼ جوړکړی. هغه زیاته کړه، خرما خوږه مېوه ده او له پخوا وختونو راهیسې زموږ خلک ورسره کارلري او دلته خرما په وحشي ډول پیدا کېدله، کورنیو به ترې ګټه اخیستل خو اوس په فراه ولایت کې د خرماوو عصري او سوداګریزبڼوڼه جوړشوي دي.
د فراه ترڅنګ هلمند کې هم د خرماوو بڼونه شتون لري، د هلمند ولایت د کرنې ریاست له څوکلونو وروسته په یاد ولایت کې د خرماوو د بڼوڼو او حاصل ورکولو څخه خبر ورکوي. د هلمند ولایت د کرنیزو چارو آمرمحمداسلم وایي، په هلمند ولایت کې د خرماوو د بڼوڼوساحه ۵۱جریبه ځمکې ته رسېږي، چې په کلني ډول ۶۵زره کیلو خرما حاصل ورکوي.
هغه زیاته کړه، چې د خرماوو ۲۶جریبه باغ په دودیز ډول له پخوا شتون لري او بڼوال خرما ته په دودیز ډول روزنه ورکوي او حاصل ترې لاسته راوړي، خو په اوسني وخت کې د ځمکوالو او بڼوالو علاقه د خرما له بڼوڼو سره ډېره شوې ده. د کرنې وزارت چارواکې وایې، سږکال اقلیمي او محیطي شرایطو ته په کتوسره به په هلمند ولایت کې د خرما ۲۵جریبه بڼ په نوې او عصري ډول جوړل شي، چې د خرماوو حاصلات به ورسره ډېرشي.
 د خرماوو ونې په افغانستان کې یو نوی بوټی ده او د کرنې وزارت هڅه کوي، په هغه اوو ولایتونو کې، چې د خرما بڼوڼو ښه پایله ورکړي، په راتلونکې کلونو کې به ډېربڼوڼه جوړکړي او زیاته پانګونه به ورباندې وکړي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، څوکاله کېږي، چې خرما په یاد ولایت کې دود شوې او ښه پایله یې ورکړې او دمګړۍ ښه کورني بازار لري. د دوی په خبره مخکې به ډېر خرما له ایران او پاکستان څخه واردېدل.
هلمند د کرنیزو ولایتونو له ډلې څخه دی، چی له نیمایې ډیرې ځمکې یې هواري دي. او زیاته برخه یې د هلمند له سیند څخه خړوبېږي او همدارنګه د هلمند ولایت په شمال کې چینې او کاریزونه شتون لري او په دې سربېره د هلمند اقلیم د کرکېلي لپاره مناسب دی. هلمند د کرنیزو ځمکو ترڅنګ پراخې دښتي هم لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

نورستان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ځنګل وهنې مخنیوی کمېټې سره ناسته وشوه

۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په دې ولایت کې د ځنګلونو د خوندیتوب د هڅو په لړ کې د ځنګل وهنې مخنیوی کمېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۱۱
Background image

کندهار ولایت کې د څارویو د طبق، کانګو او چنجیو ضد درې ګونه وقایوي کمپاین پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د څارویو درې مهم وقایوي کمپاینونه د کندهار ولایت په لسو ولسوالیو کې پیل کړل.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۶
Background image

ننګرهار کې  پر ۱۰۰  جریبه ځمکه د بېرې ځنګل جوړېږي

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» له لورې په ننګرهار کې د شاتو مچیو. . .

بازگشت