د کندهار د کرنې رییس او د «سي‌آراس» مسؤل د انارو او ممیزو د کیفیت لوړولو او بازارموندنې پر پراختیا خبرې وکړې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۱۹
د کندهار د کرنې رییس او د «سي‌آراس» مسؤل د انارو او ممیزو د کیفیت لوړولو او بازارموندنې پر پراختیا خبرې وکړې

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرشید منیب په خپل کاري دفتر کې د «سي‌آراس» له عمومي مسؤل «ډیویډ» سره ولیدل او د کندهار د انارو، انګورو او ممیزو د کیفیت ارزونې، پروسس او بازارموندنې پر مهمو موضوعاتو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د کندهار د کرنې رییس د ولایت د تازه مېوو تولیداتو اقتصادي ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د کروندګرو د ظرفیت لوړول، د معیاري تولیداتو ترویج او د عامه پوهاوي روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا د دې لامل ګرځي چې د کندهار کرنیز محصولات په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې لا ښه ځای ومومي.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د انارو او ممیزو د ساتنې، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې باید نوې او پرمختللې لارې چارې کروندګرو ته وروپېژندل شي، څو د محصولاتو ضایعات کم او د بازار ارزښت یې لوړ شي.
په ورته مهال، د  «سي‌آراس» عمومي مسؤل «ډیویډ» د کندهار د کرنیزو محصولاتو د ارزونې په اړه خپل لومړني معلومات شریک کړل او ویې ویل، چې د محصولاتو کیفیت لوړول او ورته د مناسبو بازارونو موندل د کروندګرو د عوایدو د زیاتوالي لپاره مهم او اغېزمن ګام دی.
هغه زیاته کړه، چې د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې به د کندهار په بېلابېلو سیمو کې له سړو خونو، کرنیزو شرکتونو، د انارو، انګورو او ممیزو له پروسس او صادراتي فابریکو او همدارنګه له بزګرانو سره لیدنې ترسره کړي، ترڅو د اړتیاوو او لومړیتوبونو د ارزونې پر بنسټ د راتلونکو همکاریو لپاره عملي طرحې او پروګرامونه ترتیب شي.
دواړو لوریو د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لوړولو، د ارزښت ځنځیر د پیاوړتیا او د صادراتو د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او دا یې د کروندګرو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم اقدام وباله.
کندهار د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې انار، انګور او ممیز یې د هېواد له مشهورو صادراتي محصولاتو څخه دي. په وروستیو کلونو کې د دغو محصولاتو د کیفیت ښه کولو، معیاري پروسس، ساتنې او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره د کرنې ریاست او مرستندویه بنسټونو هڅې زیاتې شوې دي، څو د کروندګرو عواید لوړ او د افغانستان کرنیز صادرات لا پیاوړي شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبو ایستلو کانال د پاکولو چارې پیل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالی د غازي‌آباد د ملایانو کلي د اوبو ایستلو کانال (زابر) د پاکولو پروژې چارې د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

خوست کې د درېیو انسټیټونو محصلینو ته په کرنیزو، مالدارۍ او ځنګلونو برخو کې عملي او مسلکي روزنه ورکول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د درېیو انسټیټونو محصلینو ته د کرنیزو علومو، مالدارۍ او ځنګلونو په برخو کې عملي روزنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

هلمند کې ۱۶۵۰ بزګرانو او کورنیو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت په بغني او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د همکارو مؤسسو په همکارۍ، ۱۶۵۰ بزګرانو او کرنیزو. . .

بازگشت