د کندهار په بولدک کې ۴۰ خاورین چکډمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۴:۲۶
د کندهار په بولدک کې ۴۰ خاورین چکډمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۵ کب ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د طبیعي سرچینو د څړځایونو د تنظیم پروژې په اډانه کې ددې ولایت د بولدک په ولسوالۍ کې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د ۴۰ منځنۍ چکډمونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست له خوا پلي شوي دي، د کندهار د بولدک ولسوالۍ د ځایي مالدارانو او کوچیانو د مالدارۍ د ودې په پار په کې، د مالدارانو څارویو لپاره ۴۰ خاورین منځنۍ چګډمونه جوړ شوي دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې پروژې پلي کول په دې سیمه کې د مالدارۍ د ودې ترڅنګ د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کېږي.
د ښاغلي سیدي په خبره یاد چکډمونه به وکولای شي، چې د ځمکې لاندې اوبه تقویه کړي، چې په پایله کې به یې کاریزونو او څاګانو کې اوبو ډېر او د خاورې د تخریب او سېلابونو مخه به ډب کړي او ترڅنګ یې د باران اوبه زېرمه، د خاورې د تخریب مخنیوي او وحشي ژویو ته به یوه پناګاه رامنځته کړي.
په ورته وخت کې له دغو پروژو څخه د بولدک ولسوالۍ برخمن شوي کوچیان او ځايي مالداران د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د مالدارانو او بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له مالدارانو او  بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي. هغوی وویل، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل کیږي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې  ددې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه تر دې وړاندې هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې ورسره د یادې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر ستونزې هوارې شوي دي. ښاغلی سیدي وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي شي، چې د نویو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت