بادغیس کې د ځنګلونو خوندي کولو په پار زر ګرزند اصلاح شوي نغري ووېشل شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۳:۵۵
بادغیس کې د ځنګلونو خوندي کولو په پار زر ګرزند اصلاح شوي نغري ووېشل شول

۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او چاپېریال ساتنې په پار دیاد ولایت د آب کمري ولسوالۍ د ځنګلوالۍ د ټولنو پر زرو غړو اصلاح شوي ګرزنده نغري ووېشل شول.
دغه اصلاح شوي نغري د کرنې وزارت اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (GEF) له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې « FAO»په مرسته پر یادو کورنیو وېشل شوي دي.
دغه نغري په داسې حال کې وېشل شوي، چې په دې وروستیو پنځو لسیزو کې د بادغیس د پستې طبیعي ځنګلونه نږدې ۶۰ سلنه یې د سون توکو لپاره پرې شوي دي.
باید وویل شي، چې له اصلاح شویو نغریو څخه ګټه پورته کول د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو ترڅنګ د چاپېریال په ساتنه او د شین کوریزو ګازونو د کچې په ټېټولو کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د کرنې وزیر دټاپي پروژې له رییس سره وکتل

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې شنې خونې جوړېږي

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په دایمیرداد ولسوالی کې دافغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ناستو په تالار کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د ۱۴۰۴ هــ.ل کال ۱۱مه سکټوري ناسته د یاد. . .

بازگشت