دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په ترڅ کې، د اروپایي ټولنې له اقتصادي مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د کرنیزو چارو له مسؤل سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال په نندارتون کې د اروپایي ټولنې د مرستیال له ګډون څخه مننه وکړه او د نندارتون د جوړېدو بهیر او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په سکتورونو کې د روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي ټینګار وکړ چې روڼتیا او اغېزمنتیا د فعالیتونو د تطبیق بنسټیز اصول دي او ټولې همکارې ادارې هم خپل پروګرامونه پر همدې بنسټ پر مخ وړي.
همدارنګه، د اروپایي ټولنې اقتصادي مرستیال په دې لیدنه کې د خپلې ټولنې د مرستو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د کرنې له سکتور سره د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ. هغه د دې نندارتون جوړېدل د کرنې وزارت له مهمو نوښتونو څخه وبلل او دا یې د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره اغېزمن فرصت وباله.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او یادو ادارو ترمنځ د بېلابېلو کرنیزو، اوبو لګولو او مالدارۍ پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. دغه همکارۍ د ظرفیتونو د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د ښه‌والي او د کرنې سکتور د دوامدار پرمختګ په موخه دوام لري.


دیدار معین زراعت و مالداری با معاون اقتصادی اتحادیه اروپا در حاشیه نمایشگاه بادام‌باغ کابل
۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان برگزاری سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل، با معاون اقتصادی اتحادیه اروپا و مسئول برنامه‌های زراعتی برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، معین زراعت از حضور معاون اتحادیه اروپا در نمایشگاه ابراز قدردانی نموده و در مورد روند برگزاری نمایشگاه و فعالیت‌های جاری در سکتور زراعت، مالداری و آبیاری معلومات ارائه کرد. وی تأکید نمود که شفافیت و مؤثریت از اصول اساسی در تطبیق فعالیت‌ها بوده و تمام نهادهای همکار نیز برنامه‌های خود را بر همین اساس پیش می‌برند.
همچنان، معاون اقتصادی اتحادیه اروپا در این دیدار پیرامون کمک‌ها و برنامه‌های این اتحادیه صحبت کرده و بر ادامه همکاری‌ها با سکتور زراعت افغانستان تأکید ورزید. وی برگزاری این نمایشگاه را از ابتکارات مهم وزارت زراعت دانسته و آن را فرصتی مؤثر برای بازاریابی محصولات داخلی عنوان کرد.
قابل یادآوری است که میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و نهادهای یادشده، تفاهم‌نامه‌های همکاری در بخش تطبیق پروژه‌های مختلف زراعتی، آبیاری و مالداری به امضا رسیده است. این همکاری‌ها در راستای تقویت ظرفیت‌ها، بهبود تولیدات داخلی و توسعه پایدار سکتور زراعت ادامه دارد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت