اطلاعاتو ته د لاس رسی د کمیسیون کمیشنران: کرنې وزارت د اطلاع رسونې بېلګه ده

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۴:۳۰

اطلاعاتو ته د لاس رسی د کمیسیون کمیشنران:
کرنې وزارت د اطلاع رسونې بېلګه ده
۲۱ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې وزارت د اطلاع رسونې د برخې پر کړنو او فعالیتونو د تر سره شوی ارزونو او څېړنو پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاس رسی د کمیسیون مرستیاله او منشي د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې وویل، چې د کرنې وزارت د دولتي نهادونو په کچه د اطلاع رسونې په برخه کې الګو او بېلګه ده.
اطلاعاتو ته د لاس رسی د کمیسیون مرستیاله نجیبه مرام او ددې کمیسیون منشي او ویاند حمدالله ارباب وویل چې، کرنې وزارت د معلوماتو بانک او اطلاعاتو ته د لاس رسی مدرن او عصري سیسټمونه جوړ کړي دي، چې د دولتي نهادونو په منځ کې د مور بېلګه ده.
دوی همداراز وویل، چې کرنې وزارت ددې وزارت اړوند ټول مخکیني اطلاعات خپره کړي دي، چې د ارزښت وړ ګام دی.
دغه لیدنه، چې د کرنې وزیر نصیر احمد درانی په دفتر کې وه ښاغلی درانی وویل، چې کرنې وزارت روڼ، دقیق، بې پرې، موثق، پراخ او پروخت اطلاع رسونې ته ژمن دی. هغه وویل، چې په دې نهاد کې هیڅ ډول محرم اطلاع شتون نه لري، چې له خلکو پټ وی.
ښاغلی درانی وویل کرنې وزارت د اطلاع رسونې په برخه کې د لا اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې جدي هلې ځلې کوی.
د کرنې وزیر له مرکز څخه د ولایتونو تر کچې پورې د خپلو اړوندو نهادونو د اطلاع رسونې په برخه کې د لا اسانتیا او ښې زمینې د برابرولو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون « د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌ونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار.»شعار سره، د ۱۴۰۴ ام کال دتلې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه. . .

بازگشت