هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي او تولید زیاتوالي لپاره ترسره کېږي، سږ کال به د کندهار ولایت څخه د دغو محصولاتو صادرات پنځه زره میټریک ټنو ته ورسېږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د دارالانشاء رییس او د افغانستان د وچې مېوې د ټولنې استازي، قاري گل‌محمد، وویل چې د کرنې وزارت د بسته‌بندۍ د کیفیت په ښه‌والي، د معیاري وچولو د لارو چارو په ترویج او د بازارموندنې د زمینې په برابرولو کې مهم رول لوبولی، چې دا کار د وچو مېوو د تولید او صادراتو د زیاتوالي لامل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال د وچو مېوو د صادراتو کچه ۴.۵ زره مټریک ټنه وه، خو سږ کال د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د کرنې وزارت د تخنیکي ملاتړ له برکته دا شمېر پنځه زره مټریک ټنو ته لوړ شوی دی.
اوس مهال د افغانستان ۱۵ ډوله وچې مېوې، لکه انځر، ممیز، آبجوش، شکرپاره او بادام، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لکه بلخ، تخار، هرات، غزني، فاریاب، جوزجان او کندهار څخه راټولېږي او د کندهار شوراندام کې بسته‌بندي کېږي او له هغه ځایه هندوستان، پاکستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.
قاري گل‌محمد وویل، چې د پاکستان د لارې تړل کېدل د صادراتو په بهیر کې ځینې ستونزې رامنځته کړې دي، خو د ایران له لارې او د بندرعباس او چابهار له بندرونو څخه صادرات لا هم دوام لري.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي شیرمحمد حاتمي د وچو مېوو له بازار څخه لیدنه وکړه او له سوداګرو سره یې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې وزارت به د وچو مېوو له سکتور سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د شته ننګونو د حل لپاره به هلې ځلې وکړي.


افزایش کیفیت و تولید میوه‌های خشک در کشور؛ صادرات از کندهار به ۵ هزار متریک تن می‌رسد
۱۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
در نتیجه تلاش‌ها و برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان برای بلند بردن کیفیت و افزایش تولید میوه‌های خشک در کشور، میزان صادرات این محصولات امسال از ولایت کندهار به ۵ هزار متریک تن خواهد رسید.
به گفته قاری گل‌محمد، رئیس دارالانشا اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری کندهار و نماینده اتحادیه میوه‌های خشک افغانستان، توجه وزارت زراعت به بهبود کیفیت بسته‌بندی، ترویج روش‌های معیاری خشک‌سازی و فراهم‌سازی زمینه بازاریابی، نقش مهمی در افزایش تولید و صادرات میوه‌های خشک داشته است.
وی گفت که سال گذشته میزان صادرات میوه‌های خشک به ۴.۵ هزار متریک تن می‌رسید، اما در سال جاری با افزایش تولیدات داخلی و حمایت‌های تخنیکی وزارت زراعت، این رقم به ۵ هزار متریک تن افزایش یافته است.
در حال حاضر، بیش از ۱۵ نوع میوه خشک شامل انجیر، کشمش، آب‌جوش، شکرپاره و بادام از ولایت‌های بلخ، تخار، هرات، غزنی، فاریاب، جوزجان و کندهار جمع‌آوری، در شوراندام کندهار بسته‌بندی و سپس به کشورهای هند، پاکستان و برخی کشورهای اروپایی صادر می‌شود.
قاری گل‌محمد افزود که بسته‌بودن مسیر پاکستان مشکلاتی را در روند صادرات به‌میان آورده، اما صادرات از طریق مسیرهای ایران و بنادر عباس و چابهار همچنان ادامه دارد.
در همین حال، مولوی شیرمحمد حاتمی، رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از بازار میوه‌های خشک دیدن کرده و ضمن گفت‌وگو با تاجران، بر تداوم حمایت وزارت از سکتور میوه‌های خشک و تلاش برای رفع چالش‌های موجود تأکید نمود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت