د نیالګیو کېنولو ملي ورځ؛ د افغانستان د سمسورتیا کمپین سره د همغږۍ پیل

mail-admin
روز ملی نهال‌شانی؛ آغاز هم‌سویی با کمپین سبزسازی افغانستان

۲۰ کب ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل ښاروالۍ له خوا په ګډه، د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ د حبیبیې په لېسه کې د څو نیالګیو په کېنولو سره ونمانځل شوه.
د ولسمشر د حکم پر اساس د کب شلمه، د نیالګیو کېنولو ملي ورځ نومول شوې ده او د روان کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین هم د «هر افغان، په یوه ورځ، یو نیالګی» تر شعار لاندې پیل شو.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وویل، چې سږکال د کرنې وزارت له خوا نږدې دوه میلیونه نیالګي چمتو شوي دي. ښاغلی درانی وویل، چې د سمسورتیا ایجادولو په موخه دغه نیالګي په وړیا توګه د هېوادوالو په واک کې ورکړل شوي دي.
د کرنې وزیر د هېوادوالو «ژوند او اقتصاد» د نیالګیو د کېنولو او پاللو سره تړلې وبلل: «نیال یواځې یوه کلمه ده، خو اغېزې یې پر چاپېریال او اقلیمي بدلونونو دي. زموږ ژوند او اقتصادي په همدې پورې تړلې ده.»
نصیر احمد درانی د دوه کاله مخکې د وچکالۍ منفي پایلو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «ددې لپاره چې د اقلیمي بدلونونو، د سېلابونو، بارانونو او وچکالۍ له بدو پایلو او دغه راز د ځمکې لاندې اوبو له کمۍ څخه مخنیوي وکړو، باید مناسبه چاپېریال ولرو او مناسبه چاپېریال هم د نیالګیو په کېنولو سره رامنځته کیږي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د نیالګیو پر ساتنې او څارنې هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د نیالګیو ساتل او څارل یواځې د یو یا څو بنسټونو مسوولیت نه دی او د نیالګیو کېنول د ملي ورځې په اړه د ولسمشر وروستۍ حکم دا مسوولیت ټول شموله کړئ دی.
دغه راز د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر شاه‌زمان میوندي وایي، چې افغانستان د چاپېریال ساتنې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. ښاغلی میوندي وویل، چې ددغو ستونزو دحل یواځنۍ او اغېزناکه لار د نیالګیو کېنول دي. هغه وویل: «د نیالګیو کېنول یواځنۍ اغېزناکه لار ده، چې موږ کولای شو ترڅو د چاپېریال ساتنې له کومو ستونزو سره، چې مخ یو ورته ځواب ووایو.»
شاه‌زمان میوندي وویل، چې د کب شلمه د نیالګیو کېنولو د ملي ورځې په نوم د ولسمشر حکم او دغه راز د نیالګیو او ځنګلونو د ساتنې او څارنې په پار د ټولو بنسټونو مسوولیت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې راتلونکې فعالیتونه او کار لا اغېزناکوي او موخې ته یې نږدې کوي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر وایي، چې یاده اداره به تر دې وروسته د نیالګیو کېنولو د لړۍ د لا اغېزمنتیا په پار نوي ټکنولوژۍ او لارې چارې خلکو ته ورپېژني.
په همدې حال کې د کابل ښاروال احمدذکي سرفراز وایي فضایي انځورونه ښیي، چې د نړۍ د نورو مهمو ښآرونو په پرتله کابل ډېرې لږې زرغونې سیمې لري.
د نیالګیو کېنولو په ملي ورځ کې د کابل ښارول وویل، چې تېر کال د کابل په ښآر کې د زرغونو سیمو د پراختیا په پار ۲۷ پارکونه بیارغول شوي، نیالګي په اېښودل شوي او طراحي شوي دي. دغه راز د سړکونو د غاړې د نږدې ۲۰ زره متر مربع ګلدانونو، په یوشمېر پارکونو کې د باراني او څاڅکې اوبولګولو سیسټمونه او د نږدې دوه میلیونه نیالګیو دوامداره خړوبول په روان لمریز کال کې د کابل د ښاروالۍ نورې کړنې دي.
د کابل ښاروال زیاته کړه: «هلې ځلې مو وکړې، چې د ښاري سکټور سره په همغږۍ، د کابل د څو زونونو هدیرې تشخیص کړو او زموږ هلې ځلې دادي، چې سږکال انشاالله د کرنې وزارت او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په همکارۍ، چې ختېځ، شمال او سوېل زونونو کې هر یوه یې څه باندې ۱۷۰ هکټاره ځمکه ده د ښاري زرغون کمبربند په حیث جوړ کړو.»
د نیالګیو کېنولو په غونډه کې د اکسیجن ډله، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې نږدې ۶۰ ځوانان په کې فعالیت کوي هم، د نندارې په وړاندې کولو سره ، له هېوادوالو وغوښت چې د پاکې هوا د تنفس په پار باید نیالګي کېنوي. ددې ډلې غړي «که ژوند غواړئ، نیالګي کېنوئ» په شعار سره د نیالګیو او ځنګلونو پر ساتنې او څارنې ټينګار وکړ