کونړ کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۵:۳۷
کونړ کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

۲۰ سلواغه ۱۳۹۸
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیواېښودو کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې څه باندې یو میلیون مثمر او غیر مثمر نیالګي کېښودل شي.

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ د کونړ په دولتي او شخصي قوریو کې یو میلیون او ۱۸۸ زره او ۷۳۰ نیالګي د وېش په پار چمتو شوي دي.

د چارواکو په خبره له دې ډلې ډېر شمېر نیالګي یې د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په قوریو کې تولید شوي، چې د طرزالعمل او لایحې مطابق به یې دولتي ځایونو، عامه المنفعه سیمو، ښوونځیو او مدرسو ته د قید او جمع نه وروسته د ګډ پلاوي په شتون کې ووېشل شي.

د کونړ د کرنې ریاست چارواکي ډاډ څرګند کړ چې د نیالګیو تر وېشلو وروسته د ساتنې په موخه د ولایت مقام په مشرۍ د چاپېریال ساتنې او شاروالۍ ادارو سره په ګډه ځانګړی میکانیزم جوړوي ترڅو په سمه توګه د نیالګیو ساتنه وشي.

په ورته وخت کې د کونړ د کرنې ریاست له خوا سږ کال په دې ولایت کې د مېوې څه باندې زر جریبه بڼونه هم جوړیږي.

د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې سږ کال به په دې ولایت کې د بېلابېلو مېوو یو زر او ۱۶ جریبه نوي بڼونه جوړ شي.

دکونړ د کرنې ریاست د چارواکو په خبره د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.

د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې کونړ ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

د کرنې وزارت له خوا د نوي بڼونو جوړول، د زړو بڼونو بیارغول او پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل د بڼوالۍ د سکټور د پیاوړتیا او د نوي بڼونو د پېژندنې لامل شوي دي او له دې لارې بزګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت