د ازبېکستان ۴۰ مټریک ټنه مرسته شوي کرنیز تخمونه افغانستان ته ورسېدل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۱
ورود ۴۰ متریک تُن تخم‌های بذری مساعدتی اوزبیکستان به افغانستان

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو د دوام په لړ کې، د ازبېکستان جمهوریت د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د ۴۰ مټریک ټنه اصلاح شویو تخمونو مرسته وکړه.
په دغه مرسته شویو تخمونو کې د پنبې تخم، د شولې او سبو تخمونه شامل دي، چې د حیرتان بندر له لارې هېواد ته وارد شوي دي.
د کرنې وزارت د غله‌جاتو او صنعتي بوټو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین دغه محموله په رسمي ډول تر لاسه کړه، چې وروسته یاد تخمونه د کیهان سبز باروړونکي شرکت له لارې د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ګدامونو ته ولېږدول شول او هلته تخلیه شول.
چارواکی وایي، یاد اصلاح شوي تخمونه به له سهمیه‌بندۍ وروسته د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ووېشل شي، څو بزګران ترې ګټه واخلي.
د دغې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو کښتونو د کیفیت ښه والی او په هېواد کې د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی بلل شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت