کندهار کې د امارتي ځمکو له اجارې څخه څه باندې ۴۱۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۶
کندهار کې د امارتي ځمکو له اجارې څخه څه باندې ۴۱۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وايي، چې د کندهار په درېیو ولسوالیو کې له ۵۳۲ جریبه امارتي ځمکو څخه ۴۱۶ زره ۷۵۰ افغانۍ عواید راټول شوي دي. چې یادې ځمکې د سوداګرۍ په موخه د آزادې داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړل شوي دي.
د اجارې عمومي مدیر ملا عبدالحی خالد وایي، له دې جملې څخه ۵۰۰ جریبه د ۲۵۵ زره افغانیو په ارزښت د کرنیز کمپلکس لپاره په دامان ولسوالی مانجه سیمه کې، ۳ جریبه د ۳۳ زره افغانیو په ارزښت د تیلو پمپ لپاره په کښته میوند مردک تل سیمه کې، ۱۰ جریبه د ۸ زره افغانیو په ارزښت د کارخوني لپاره په ژړۍ کیمپ سیمه کې او ۶.۵ جریبه د ۱۲۰ زره ۷۵۰ افغانیو په ارزښت د سوداګرۍ لپاره په کښته میوند نایک کاریز کې د تېرو اوو ورځو په اوږدو کې د آزادې داوطلبۍ له لارې مستحقو ګټونکو ته په اجاره ورکړل شوي دي.
ښاغلی خالد زیاتوي؛ چې اجارې ګټونکي پلان لري یادې ځمکې د سوداګرۍ لپاره وکاروي، او هر کال به د هوکړه‌لیک له مخې ټاکل شوي اجاره، پرته له نوې داوطلبۍ، د ا.ا.ا ملي بودیجې ته تحویل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې هڅې چټکې کړې دي، ترڅو د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیسي او له شفاف، قانوني او عادلانه میکانیزم له مخې مستحقو وګړو ته په اجاره ورکړي، تر څو له دغو ځمکو مؤثره، قانوني او اقتصادي ګټه واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت