ننګرهار او لغمان کې کوچیانو څارویو ته د ریخک پر وړاندې د واکسین پروګرام پیل شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۳:۵۸
ننګرهار او لغمان کې کوچیانو څارویو ته د ریخک پر وړاندې د واکسین پروګرام پیل شو

۲۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د ننګرهار او لغمان ولایتونو د مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د دوی څارویو ته د ریخک پر وړاندې د خوندیتوب واکسین ورکوی. د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې په دې پروګرام کې به د کوچیانو د مالونو د خوندي کولو په پار په دوو پړاوونو کې د کوچیانو نږدې سل زره مېږي او وزې ته د ریخک پر وړاندې واکسین ورکول کیږي ترڅو په همدې شمېر څاروي له دې ناروغۍ څخه خوندي کړي.
ددې پروګرام په لړ کې دغه راز کوچیانو ته د څارویو د ریخک ناروغۍ په هکله معلومات هم ورکول کیږي.
باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد پروګرام په پلي کېدو سره له یوې خوا د څارویو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوا د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت