لوګر کې بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي درمل تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۵۵
لوګر کې بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي درمل تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د کرنې وزارت په منظورۍ، د دوو ولسوالیو لپاره د لایم سلفر ترکيبي درمل تطبیق او عامه پوهاوی عملاً پیل کړ.
دغه پروګرام د لوګر ولایت له ازرې ولسوالۍ څخه پیل شو، چې پکې سلګونو بڼوالو ته د یاد تخنیکي ټیم له لوري د لایم سلفر ترکيبي دوا د جوړولو طریقه، د کارونې مناسب وخت، ګټې او زیانونه، د آفتونو او ناروغیو د کنټرول لارې چارې توضیح شوې او همداراز، یاده ترکيبي درمل بڼوالو ته ووېشل شوه.
بڼوالو په دې پروګرام کې په ډېرې علاقې ګډون کړی و او د کرنې ریاست څخه یې د ورته نورو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۱:۶
Background image

د کندهار خاکریز کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه چکډېمونه جوړېږي

۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت مقام په ځانګړې لارښونه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي او مسلکي همکارۍ، د اقتصاد او کلیو پراختیا ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۵۹
Background image

د کرنې وزیر د ازبکستان له صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه 

۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یو حکومتي پلاوي په ترکیب کې ازبکستان ته سفر کړی و، د تاشکند په ښار کې له صنعتي پارک. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۵۵
Background image

لوګر کې بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي درمل تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د کرنې وزارت په منظورۍ، د دوو ولسوالیو لپاره د لایم سلفر. . .

بازگشت