د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې ۶ زره څاروي د طاعون ناروغۍ ضد واکسین شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۷
د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې ۶ زره څاروي د طاعون ناروغۍ ضد واکسین شول 

په کندهار ولایت کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۶ زره کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق شو. دا واکسین د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان اف اې او په مالي ملاتړ، د ژړۍ ولسوالۍ د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شو.
د واکسین تطبیق د درېیو اونیو په موده کې د ژړۍ ولسوالۍ په ټولو سیمو کې ترسره شو، چې موخه یې د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول، د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول، او مسلکي کسانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي. دغه کمپاین به د څارویو د شېدو او غوښې تولید دوامدار کړي او د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول کړي.
د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅه او د اف اې او په مالي ملاتړ، د ارغستان، پنجوایي او خاکریز ولسوالیو کې ورته واکسین تطبیق شوی و، چې په ترڅ کې یې ۱۶ زره کوچني څاروي واکسین شوي وو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

بازگشت