لغمان کې د عشر راټول شوي غنم، جوار او چهارمغز رڼې بولۍ له لارې وپلورل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۲۶
لغمان کې د عشر راټول شوي غنم، جوار او چهارمغز رڼې بولۍ له لارې وپلورل شول

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عشر راټول شوي ۲زره او ۳۳ منه غنم، ۵۰۰ منه جوار او ۲۶ منه چهارمغز، چې د الیشنګ ولسوالۍ د عشر مسؤلینو له لوري د عشر مستحقینو څخه راټول شوي وو، د یوې رڼې بولۍ (داوطلبۍ) له لارې وپلورل شول.
د پلور په دې پروسه کې د عشر او زکات راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام، د عوایدو محاسبې امر، د مالونو او اجناسو د تسلیم‌ګیرۍ مدیر عبدالرحمن او د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او ولسوالۍ استازو ګډون درلود.
د عشر او زکات راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام د مختلفو ادارو استازو ته په دې پروسه کې د قانوني کړنو ترسره کولو، روڼتیا، او د اصولو مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
په بولۍ کې بېلابېلو داوطلبانو برخه اخیستې وه، چې له ډلې یې درې هغه داوطلبان، چې د لوړ نرخونو وړاندیزونه یې د بولۍ له اصولو سره سم وو، د ګډ هیئت له لوري بریالي اعلان شول.
د یادو غنمو، جوارو او چهارمغزو د پلور له لارې ۳۸۱زره او ۶۵۰ افغانۍ عواید ترلاسه شول، چې اړوند بانکي حساب ته به تحویل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

بازگشت