پکتیکا کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدنې  په موخه دکرنې اود کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ناسته

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۰:۴۹
پکتیکا کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدنې  په موخه دکرنې اود کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ناسته

۲۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر، مولوي محمد یونس اخندزاده او د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد په حضور کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د میشتېدنې په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې کتنه کې کډوالو لپاره د استوګنې ښارګوټې د جوړولو او د ليږدونې د اسانتياوو په پار خبرې وشوې. د دغو اقداماتو موخه د پکتیکا ولایت د زرګونو بې ځایه شویو کورنیو لپاره د ښو اسانتیاوو برابرول دي. په پام کې ده، چې د یادو کډوالو ځای په ځای کولو لپاره به یوه ښارګوټی جوړ شي ترڅو د دوی د ژوند شرایط ښه او د دوی بېرته راستنېدل اسانه کړي.

نشست وزارت زراعت و احیا و انکشافی دهات برای اسکان برگشت‌کنندگان از پاکستان در پکتیکا
۲۹ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی به منظور بررسی سهولت‌های اسکان مهاجران برگشت‌کننده از کشور پاکستان در ولایت پکتیکا با حضور مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی محمدیونس آخندزاده وزیر احیا و انکشاف دهات و مولوی عبدالخالق عابد والی پکتیکا برگزار شد.
در این جلسه، موضوع ایجاد شهرک و تسهیلات انتقال برای مهاجران مورد بحث قرار گرفت. هدف این اقدامات فراهم کردن امکانات بهتر برای هزاران خانواده بیجا شده در ولایت پکتیکا است. قرار است شهرکی به منظور اسکان این مهاجران اعمار گردد تا شرایط زندگی آن‌ها بهبود یابد و روند بازگشت‌شان تسهیل شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۹
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د سویابینو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ او د «اوآرډي». . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیول شوې


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۱۸۴ سره مېښو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

بازگشت