د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالی کې ۱۸۰ مالدارانو ته د مالدارۍ د مدیریت کڅوړې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۱
د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالی کې ۱۸۰ مالدارانو ته د مالدارۍ د مدیریت کڅوړې ووېشل شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفترله لوري د نکه ولسوالی په مرکز او اړوندو سیمو کې د مالدارۍ د مدیریت بستو د وېش پروګرام په بریالیتوب سره ترسره شو.
د یاد پروګرام موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، د څارویو د ساتنې او پالنې د شرایطو ښه والی، د مالدارانو د ظرفیت لوړول او د هغوی د اقتصادي وضعیت ملاتړ و. د دې نوښت له لارې هڅه وشوه چې مالداران د هغو اړینو وسایلو او تجهیزاتو څخه برخمن شي چې د څارویو د روغتیا، تغذیې او اغېزمن مدیریت په برخه کې ورته اړتیا لري.
په دې پروګرام کې ټولټال ۱۸۰ مالدارانو ته د مالدارۍ د مدیریت بشپړې بستې ووېشل شوې. هره بسته په ۲۵ قلمه بېلابېلو او اړینو توکو مشتمله وه، چې د مالدارۍ د ساتنې، روغتیايي خدماتو، حفظ الصحې، تغذیې او د څارویو د اغېزمن مدیریت لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د بستو د وېش بهیر د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د نکه ولسوالی د کرنې او ترویج مدیریت په بشپړې همغږۍ او نظارت ترسره شو، ترڅو مرستې په شفاف او منظم ډول مستحقو مالدارانو ته ورسېږي.
د پروګرام پر مهال مسؤلینو د مالدارۍ سکتور پر اهمیت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې د مالدارانو ملاتړ نه یوازې د کورنیو د عایداتو په زیاتوالي کې مرسته کوي، بلکې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا او د خوراکي خوندیتوب په تأمین کې هم مهم رول لري.
مستفیدینو د دغو مرستو هرکلی وکړ او د اړیکو دفتر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د نکه ولسوالی د کرنې مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې د مالدارۍ د پراختیا او د مالدارانو د ملاتړ لپاره یې دا ارزښتناک پروګرام عملي کړی دی. هغوی زیاته کړه، چې د دغو تجهیزاتو په وسیله به وکولای شي د خپلو څارویو ساتنه او پالنه په ښه او معیاري ډول ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د مالدارۍ د مدیریت د بستو دغه لړۍ د مالدارانو د ظرفیت لوړولو، د څارویو د روغتیا د ښه والي او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه پلي کېږي او تمه ده، چې د دې ډول پروګرامونو په دوام سره به د مالدارۍ سکتور لا وده او پراختیا ومومي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د یو مسلکي تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۴
Background image

دپکتیکا جاني‌خېل ولسوالی کې د نږدې ۹.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ستره پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «هیلتو»  مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال پروګرام«ډبلیواف‌پي»  په مالي. . .

بازگشت