د پروان ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۳:۱۰
د پروان ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

۲۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پروان ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د پروان ولایت تخنیکي پلاوي ددې ولایت بګرام ولسوالی د سفر په ترڅ کې د امارتي غصب شویو ځمکو څخه لیدنه وکړه.
باید وویل شي، چې پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۹
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د سویابینو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ او د «اوآرډي». . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیول شوې


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۱۸۴ سره مېښو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

بازگشت