د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او کورنیو تولیداتو په نندارې او پلور سره فعاله ونډه اخیستې ده.
د دغه نندارتون په ترڅ کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال، له خپل مل پلاوي سره د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له غرفې څخه لیدنه وکړه. نوموړي د شرکت د تولیداتو، کیفیت او فعالیتونو په اړه معلومات واورېدل او د هېواد د کورنیو تولیداتو د پراختیا، بازارموندنې او ملاتړ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په خپله غرفه کې د زیتون معیاري تېل، د زیتون اچار، د نجارۍ فابریکې تولید شوي لرګین محصولات او ګڼ شمېر نور کرنیز او صنعتي تولیدات د لیدونکو او پېرودونکو لپاره نندارې ته اېښي، چې د نندارتون د ګډونوالو له پام او هرکلي سره مخ شوي دي.
د مسؤلینو په وینا، په دې پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې شاوخوا ۳۷۰ غرفې جوړې شوې دي، چې د هېواد د بېلابېلو تولیدي او صنعتي شرکتونو محصولات پکې د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي، څو د کورنیو تولیداتو د ودې، بازارموندنې او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت همداراز اعلان کړی، چې هېوادوال کولای شي د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۰مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د شرکت له ځانګړو تخفیفي وړاندیزونو څخه ګټه واخلي او د لوړ کیفیت لرونکي کورني تولیدات په مناسبو بیو ترلاسه کړي.
دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د پېژندنې، د خصوصي او دولتي تولیدي بنسټونو د ملاتړ، د پانګونې د جلب او د افغانستان د صنعتي او کرنیز سکتور د ودې په موخه جوړ شوی، چې تمه ده د تولیدونکو او پېرودونکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.


شرکت زراعتی وادی ننگرهار تولیدات خود را در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن به نمایش و فروش گذاشت
۱۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن در کابل گشایش یافت که شرکت زراعتی وادی ننگرهار نیز با ارائه و فروش تولیدات معیاری و داخلی خود، حضور فعال در این نمایشگاه دارد.
در جریان این نمایشگاه، مولوی احمدجان بلال، رئیس عمومی شرکت‌های امارتی، همراه با هیئت همراه خود از غرفه شرکت زراعتی وادی ننگرهار دیدار کرد. وی در جریان این بازدید، معلوماتی در مورد تولیدات، کیفیت و فعالیت‌های این شرکت دریافت کرد و بر اهمیت توسعه، بازاریابی و حمایت از تولیدات داخلی کشور تأکید نمود.
شرکت زراعتی وادی ننگرهار در غرفه خود روغن معیاری زیتون، اچار زیتون، محصولات چوبی تولیدشده در فابریکه نجاری و شمار دیگری از تولیدات زراعتی و صنعتی را برای بازدیدکنندگان و خریداران به نمایش و فروش گذاشته است که با استقبال گسترده اشتراک‌کنندگان نمایشگاه روبه‌رو شده است.
به گفته مسئولان، در این پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن، حدود ۳۷۰ غرفه ایجاد شده است که در آن تولیدات شرکت‌های مختلف تولیدی و صنعتی کشور به مدت هفت روز به نمایش گذاشته می‌شود تا فرصت‌های مناسبی برای رشد تولیدات داخلی، بازاریابی و جذب سرمایه‌گذاری فراهم گردد.
شرکت زراعتی وادی ننگرهار همچنین اعلام کرده است که هموطنان می‌توانند از تاریخ ۱۰ تا ۱۶ سرطان سال روان از تخفیف‌های ویژه این شرکت بهره‌مند شوند و تولیدات داخلی با کیفیت را با قیمت‌های مناسب خریداری کنند.
این نمایشگاه با هدف معرفی تولیدات داخلی، حمایت از نهادهای تولیدی دولتی و خصوصی، جذب سرمایه‌گذاری و توسعه بخش‌های صنعت و زراعت افغانستان برگزار شده است و انتظار می‌رود نقش مهمی در تقویت روابط تجارتی میان تولیدکنندگان و خریداران ایفا کند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت