هلمند کې د طاعون پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیټې په مالي مرسته په مرکز لښکرګاه او مالدار مېشتو ولسوالیو کې د طاعون یا چیچک ناروغۍ د مخنیوي په پار د واکسین کمپاین پیل شو.
د واکیسن دغه لړۍ په ننداریز ډول د هغو مالدارانو مالونو ته ورکول کېږي، چې له ٤٠ څخه کم کوچني حيوانات ولري، او هغه شمېر مالداران چې له یادې اندازې په زیات شمېر څاروي ولري بايد له دغه کمپاين څخه په الهام اخیستلو د خپلو څارویو لپاره ياد واکسينونه وپيري او په تطبيق سره يې خپل څاروي له دغو وژونکو ناروغيو څخه وژغوري.
ددغو واکسینونو په تطبیق سره به په دې ولایت کې د شخوند وهونکو څارویو د خوندیتوب کچه لوړه شي، چې په نېغه به د مالدارانو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.