د اجارې او پانګونې ریاست د اجارې معلومات په برېښنایي ډول ثبتېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۳۳
د اجارې او پانګونې ریاست د اجارې معلومات په برېښنایي ډول ثبتېږي

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د اجارې د معلوماتو ثبتولو سیسټم، چې د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د معلوماتو سیسټم د تنظیم آمریت د کارکوونکو لخوا رامنځته شوی، د دې وزارت د اجارې او پانګونې عمومي ریاست کارمندانو ته وسپارل شوه. 
د اجارې او پانګونې لوی رییس ملا عبدالظاهر امین، د احصایې او کرنیزو معلوماتو رییس ملا صالح محمد احسان او د کرنې وزارت د دواړو څانګو د یو شمېر کارپوهانو په شتون کې د یوه پروګرام په ترڅ کې د اجارې الکترونیکي سیستم د احصایې د څانګې د مسؤلینو لخوا د اجارې او پانګونې عمومي ریاست کارکوونکو ته وسپارل شوه او د یاد سیسټم د کارولو څرنګوالي په اړه هم یادو چاراوکو ته اړین معلومات ورکړل شو.
ټاکل شوې، چې له دې وروسته د ځمکې د اجارې او د هغې د شرایطو په اړه معلومات، اجاره شوې ځمکې او د اجارې لپاره چمتو شوې ځمکې به په دې سیسټم کې ثبت او غوښتونکو ته وړاندې شي.

معلومات اجاره دهی ریاست اجاره دهی و سرمایگذاری به گونه الکترونیکی ثبت می‌گردد
۲۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
سیستم ثبت معلومات اجاره دهی که از سوی کارمندان آمریت تنظیم سیستم معلومات ریاست احصایه و معلومات زراعتی وزارت زراعت ساخته شده است به کارمندان ریاست عمومی اجاردهی و سرمایه گذاری آن وزارت غرض استفاده سپرده شد.
طی برنامه‌ای با حضور ملا عبدالظاهر امین رئیس عمومی اجاره دهی و سرمایه ‌گذاری، ملا صالح محمد احسان رئیس احصایه و معلومات زراعتی، شماری از متخصصین هردو ریاست وزرت زراعت سیستم الکترونیکی اجاره دهی از سوی مسوولان ریاست احصایه  به کارمندان ریاست عمومی اجاره دهی و سرمایه گذاری تسلیم و معلومات لازم در رابطه به چگونگی استفاده و کاربرد آن برایشان اراییه گردید.
قرار است پس از این معلومات پیرامون اجاره دهی زمین و شرایط آن، زمین‌های اجاره داده شده و زمین‌های آماده برای اجاره دهی در این سیستم ثبت و به دسترس متقاضیان آن قرار گیرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۳
Background image

د کرنې وزارت مشرتابه کابل کې له ازبېکستاني پلاوي سره وکتل

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د دې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کابل کې د ازبېکستان د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

افغانستان ته د ازبېکستان د کرنې د مرستیال وزیر سفر

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر، ابدذکروف جمشید، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون له ویسوټسک سوداګریز بندر. . .

بازگشت