د کرنې وزارت مشرتابه کابل کې له ازبېکستاني پلاوي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۳
د کرنې وزارت مشرتابه کابل کې له ازبېکستاني پلاوي سره وکتل

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د دې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کابل کې د ازبېکستان د کرنې وزارت له مرستیال ابدذکروف جمشید او مل پلاوي سره یې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، ترویج، د کرنې او وترنرۍ د محصلانو د روزنې او همدارنګه په یادو سکټورونو کې د پانګونې د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې اترې او د نظرونو تبادله وکړه.
ازبېکستاني پلاوي دکرنې له وزیر سره په لیدنه کې خپل وړاندیزونه په بېلابېلو برخو کې وړاندې کړل او د کابل، ننګرهار، کندهار، فاریاب، جوزجان، بلخ، کندز او تخار ولایتونو کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، جوارو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره خپله چمتووالی څرګند کړ.
مولوي عطاءالله عمري په دې ناسته کې د پلاوي هرکلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ښو اړیکو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان له لوري یې د همکاریو د پراختیا لپاره پر چمتووالي ټینګار وکړ. نوموړي د غواوو، پسونو، وزو او اسونو د فارمونو پر جوړولو، د عصري کرنې پر ترویج، د بزګرانو د نویو لاروچارو سره پر بلدتیا او د غنمو د حاصلاتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
ورپسې، مولوي نورالدین عمیر له یاد پلاوي سره په جلا لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د افغانستان پر اړتیاوو خبرې وکړې او د مالدارۍ فارمونو، کب روزنې، شاتو مچیو روزنې او د څېړنیزو تجربو د شریکولو په برخو کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
له بلې خوا، ابدذکروف جمشید د خپل هېواد له لوري د کرنیزو لابراتوارونو د جوړولو، د ۱۰۰ هکتاره بڼونو د احداث، د اصلاح شویو تخمونو (غنم، هندواڼې، خټکي او وریجې) د ترویج او وېش، د کرنې او مالدارۍ د سکتور د کارکوونکو او زده کړیالانو د روزنې، د چرګانو روزنې د پراختیا او د عصري کرنیزو ټکنالوژیو د ترویج لپاره د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د پخوا په پرتله د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرات زیات شوي او د ازبېکستان خلک د دغو محصولاتو د ښه کیفیت او خوند له امله له کارولو سره ځانګړې لېوالتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د ازبېکستان د کرنې او مالدارۍ د مرستیال په مشرۍ افغانستان ته راغلی او دواړو لورو د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت