هلمند کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د هلو ځلو په ترڅ کې د سلګونو جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی له خوا ددې ولایت په مارجه، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د لسګونه جریبه آمارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د هېواد په کچه ټول غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.