د کندز خان آباد کې پر یوشمېر مالدارانو د شړمبو شاربلو ماشینونو وېشل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۵:۳۸
د کندز خان آباد کې پر یوشمېر مالدارانو د شړمبو شاربلو ماشینونو وېشل

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د خان آباد په ولسوالی کې یوشمېر مالدارانو ته د شړومبو شاربلو ماشینونه ورکړل شوي دي.
د شړمبو شاربلو دغه ماشینونه په هېواد کې د مالدارۍ د سکتور د پياوړتيا په موخه د یادې ولسوالۍ د مسوولينو په شتون کې د خیلي ګدا او سیداحمد کلیو مالدارانو ته ووېشل شول.
د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټه په کندز کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره د واکسینونو، چینجیو ضد درملو، حیواني خوراکي او نورو برخو کې د مالدارانو لاسنېوي کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت