د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۰:۴۱
د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په واشېر او نهرسراج ولسوالیو کې د نویو خپلسرو تصرفاتو د مخنیوي په ترڅ کې د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې یوشمېر خلک غوښتل، چې غیر متصرفه  ملکیتونه غصب او کورونه پرې جوړ او نیاګلي په کې کښېنوي، چې پر وخت یې د کرنې او امنیتي مسؤلینو لخوا مخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د سلګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت