هلمند کې د څارویو له یو شمېر کلینیکونو او درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۳۸
هلمند کې د څارویو له یو شمېر کلینیکونو او درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

 ۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا  له یو شمېر حیواني کلینیکونو او درمل پلورنځیو څخه څارنه ترسره شوه.
د یادې څارنې په ترڅ کې د څارویو روغتیا پالانو ته د څارویو د ناروغیو تشخیص او درملنې په برخو کې مسلکي لارښؤنې وشوې.
ددې ترڅنګ د یادو روغتونو د مسؤلینو د کار جوازونه، د مسلکي وړتیاو سندونه او کار کولو کړنلارې و ارزول شوې او په بېلابېلو برخو کې ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې موخه د غیر مسلکي کسانو مخنیوی ترڅنګ، مالدارانو او کوچیانو ته مؤثر او پر وخت خدمات وړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت