کابل کې د ورلډ سټار ګروپ د واکسین جوړولو مرکز پرانیستل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۰:۵۹
کابل کې د ورلډ سټار ګروپ د واکسین جوړولو مرکز پرانیستل شو

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دورلډ سټار ګروپ د حیواني درملو تولیدي شرکت د واکسین جوړولو مرکز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او څارویو روغتیا لوی رییس مفتي ‌ذاکرالله ذاکر او دکرنې وزارت د یوشمېر آمرینو، وټرنرانو او د مالدارۍ سکټور د کاروپوهانو په شتون کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د دغه مرکز په پرانیستغونډه کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس خبرې وکړې او د دغه شرکت مسوولینو ته یې وویل، چې د لوړ کیفیت واکسینونو د چمتو کولو په برخه کې دې هڅې وکړي، تر څو یې ګټه تر ډېره مالدارانو او څارویو ته ورسیږي او ټولنې ته د مالدارۍ غوره محصولات وړاندې شي. 
ښاغلي ذاکر وویل:«له تاسو څخه هیله لرو چې د هېواد اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره خپل فعالیتونه نورو ولایتونو ته هم وغځوئ او دمالدارانو د اړتیاوو سره سم محصولات چمتو کړئ، د کرنې وزارت ستاسو په ملاتړ او همکارۍ د لوړ کیفیت لرونکي محصولات وړاندې کوي. دکرنې وزارت ستاسو ملاتړ او همکار دی، باکیفیته محصول کولای شي، چې د نظام په پیاوړتیا او ملاتړ کې هم ګټور تمام شي، له نورو پانګوالو هم غوښتنه کوو چې په دې برخه کې پانګونه او کار وکړي، ځکه مالداران دې برخې ته زیاته اړتیا لري او خلک صحياو لوړ کیفیت لرونکي خوړو ته اړتیا لري.»
د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د دغه مرکز د واکسین څانګه د پټۍ په پرېکولو سره پرانستل شو او یادو چارواکو ددې مرکز له خونو اولابراټوارنو څخه لیدنه وکړه.
د ورلډ سټار ګروپ د حیواني درملو د تولید شرکت یو له هغو شرکتونو څخه دی، چې د حیواني درملو د تولید په برخه کې فعالیت کوي، چې په دې برخه کې یې په ملیونونو ډالره پانګونه کړې او د درملو د تولید په برخه کې  په نړیوالو معیارونو برابر لابراتواري توکي لري، چې اوس یې د واکسینو د تولید په برخه کې هم خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

افتتاح مرکز واکسین سازی شرکت ورد استار گروپ در کابل
 ۲۳ جدی ‍۱۴۰۲ ه‍.ش
در افتتاح مرکز واکسین سازی شرکت تولید ادویه حیوانی ورد استار گروپ مفتی ذاکر الله‌ ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت، آمران، داکتر وترنران و متخصصان سکتور مالداری وزارت زراعت حضور داشتند.
در مجلس افتتاح این مرکز رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت صحبت نموده و به مسوولان این شرکت گفت که کوشش نمایند در قسمت تهیه واکسین باکیفیت کار  نمایند تا فاید آن به مالداران بیشتر برسد و محصولات حیوانی مفید به جامعه تهیه شود.
آقای ذاکر گفت:" توقع داریم فعالیت‌های خود  را نسبت به ضروریات این ملک به دیگر ولایات نیز توسعه بدهید و محصول مطابق نیازمندی مالداران تهیه نمائید، وزارت زراعت در حمایت و همکاری شما قرار دارد، محصول باکیفیت می‌تواند در تقویت و حمایت نظام نیز مفید باشد، از سرمایه‌گذاران دیگر نیز می‌خواهیم به این بخش سرمایه‌گذاری و کار نمایند، چون ضرورت مالداران به این بخش بیشتر است و مردم به غذای صحی و باکیفیت ضرورت دارند".
بعد از ختم مجلس سخنرانی مسوولان حاضر با افتتاح قطع نوار و دیدن از اتاق‌ها و لابراتوارهای بخش واکسین این مرکز برنامه خاتمه یافت.
شرکت تولید ادویه حیوانی ورلد استار گروپ از شرکت‌های فعال در تولید دوای حیوانات می‌باشد که به میلیون‌ها دالر در این بخش سرمایه‌‎گذاری نموده و نیز دارای تجهیزات لابراتواری برابر به معیارهای جهانی می‌باشد حالا در بخش تولید  واکسین نیز فعالیتش‌ را آغاز نموده‌است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت