اروزګان کې دسلفرخونو رغنیزې چارې ۶۰ سلنه بشپړه شوې
۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۳۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ او دوی ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د اروزګان ولایت په کچه ۱۱ سفلرخونو جوړولو چارې روانې دي، چې تر دېمه دمه ددغو سلفرخونو دغنیزې چارې ۶۰ سلنه بشپړه شوې.
د چارواکو په خبره د دغو سلفر خونو د جوړولو ټولیز لګښت څلور میلیونه او ۳۴۹ زره افغانۍ ده، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.