خوست کې یوشمېر بزګران وزول شول
۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۸جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالی اړوند د یوشمېر کلیو بزګران روزلي دي.
د چارواکو په خبره دغه بزګران دکرنې په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو د پوهې کچه لوړول، میکانیزه کرکیلې ته زمینه برابرول او په ټوله کې دکرنې پراختیا او پرمختګ په لور ګام اخیستل دي.