خوست کې لسګونو اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۰:۴
خوست کې لسګونو اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي

١٨ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٦جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د سپېرې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۱۰۰ بې وزلو، او اړمنو مېرمنو ته د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ کړي دي.
د دې مرستې په لړکې هرې کورنۍ ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه يې فارمونه او د چرګان روزنې د فارم اړونده توکي وېشل شوي دي.
په يادو فارمونو کې هرې کورنۍ ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړولو لوښې او نور توکي ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۴
Background image

پکتیکا کې د چرګانو فارمونو ملاتړ؛ د کلیوالو عایداتو د لوړولو لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د  «اف‌جي‌اې» مؤسسې له لوري د کلیوالي معیشت د ښه والي او د اقلیمي بدلون پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د کندهار لوړ میوند ولسوالی کې ۱۳۵ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۴۴
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست د مالدارۍ په لابراټوار کې لسګونو زده کړیالانو ته عملي روزنه ورکړل شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د ناروغیو تشخیص لابراټوار کې د ننګرهار کرنې او وټرنرۍ انسټیټوټ د وټرنرۍ څانګي د. . .

بازگشت