د هلمند ګرشک کې پر لسګونو اړمنو کورنیو د چرګانو خوراکي توکي ووېشل شو
١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) په همکارۍ، څه موده وړاندې په ګرشک ولسوالی کې لسګونو بې وزلو، او اړمنو کورنیو ته د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي، چې په تعقیب یې یادو کورنیو ته د چرګانو خوراکه وویشل شوه .
د دې مرستې په لړکې د هلمند د ګرشک ولسوالی ٤٥ کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو لپاره هرې کورنۍ ته ٦٥ کیلو ګرامه د چرګانو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
تر دې وړاندې په نوموړې ولسوالی کې یادو کورنیو، هرې کورنۍ ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړلو لوښې او نور توکي ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله کورنیو اقتصادي ودې ته په کور دننه د کار زمینه برابرول دي.