د کرنې وزارت ۴۴ ډوله موټرونه ترمیمېږي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي او ترانسپورت ریاست د کرنې وزارت د ۴۴ ډوله موټرو د ترمیم چارې پیل کړې، چې د بېلابېلو لاملونو له امله له کاره لوېدلي وو.
دغه وسایط چې هایلکس، لنکروز، رنجر او هینو موټرونه په کې شامل دي، د کرنې وزارت له بودیجې څخه د کرنې وزارت د تخنیک او ترانسپورت ریاست د تخنیکي کارکوونکو له خوا ترمیمېږي.
ټاکل شوې، چې دغه وسایط د څه باندې یوې میاشتې په موده کې د ۳ میلیونه ۶۶۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او د کرنې وزارت د کارکوونکو په واک کې ورکړل شي.
۴۴ عراده موتر مختلف النوع وزارت زراعت ترمیم میشود
ریاست تخنیک و ترانسپورت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری کار ترمیم ۴۴ عراده موتر مختلف النوع این وزارت زراعت را که به دلایل مختلف از فعالیت بازمانده بودند آغاز کرد.
این وسایط که شامل موترهای هایلکس، لنکروز، رنجر و هینو میشود از بودیجه وزارت زراعت توسط کارمندان تخنیکی ریاست تخنیک و ترانسپورت وزارت زراعت ترمیم می گردد.
قرار است این وسایط در مدت بیش از یک ماه به هزینه سه میلیون ۶۶۰ هزار افغانی ترمیم و غرض استفاده کارمندان وزارت زراعت گذاشته شود.