کندهار کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو
د کندهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د «او.اچ.ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۳۵زره او ۲۹۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
دغه پروسه د کندهاذ ولایت مرکز څخه د کندهار د کرنې رییس مولوي محمود مظلوم، د اقتصاد رییس، کندهار ښاروال،د عدلیې رییس،په کندهارکې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې مسوول، «او.اچ.ډبلیو» مؤسسې مسؤلینو، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او بزګرانو په شتون کې پیل شو.
د چارواکو په خبره ددغې پروسې له لارې د دې ولایت په مرکز او ۱۷ولسوالیو پر ۳۵زره او ۲۹۰ مستحقو بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکول کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.