دتخنیک او ترانسپورت ریاست د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۳۴
دتخنیک او ترانسپورت ریاست د همغږۍ غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیک او ترانسپورت ریاست د همغږۍ غونډه د دغه ریاست د کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د تخنیک او ترانسپورت ریاست د رییس حافظ خلیل په مشرۍ دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د تخنیک او ترانسپورت رییس حافظ خلیل د کارکوونکو د ستونزو پر حل او د دغه ریاست د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:«ددې لپاره، چې د تخنیک او ترانسپورت ریاست نوی جوړ شوی، خپلې ستونزې لري، چې د وزارت د رهبرۍ له لارې او ستاسو کارکوونکو په همکارۍ به حل شي او د دغه راز د تخنیک او ترانسپورت ریاست د کارکوونکو ټولې ستونزې به په عادلانه توګه حل شي.»
د کرنې وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ په منظورۍ، سږ کال د کرنې وزارت په چوکاټ کې د تخنیک او ترانسپورت ریاست د ترانسپورت په برخه کې د ستونزو د حل په موخه د خدماتي څانګې په توګه تاسیس شو.

جلسه  هماهنگی ریاست تخنیک و ترانسپورت  برگزار شد
جلسه‌ای  هماهنگی ریاست تخنیک و ترانسپورت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور حل مشکلات کارمندان آن ریاست به سرپرستی حافظ خلیل رئیس ریاست تخنیک و ترانسپورت برگزار شد.
در این جلسه حافظ خلیل رئیس تخنیک و ترانسپورت وزارت زراعت بر حل مشکلات کارمندان و تقویت هماهنگی میان کارمندان آن ریاست تاکید کرده گفت:« ریاست تخنیک و ترانسپورت چون نو تشکیل است  مشکلات خود را  دارد که از طریق رهبری وزارت و همکاری شما کارمندان حل  می‌شود  و همنیگون مشکلات کارمندان ریاست تخنیک و ترانسپورت به صورت عادلانه حل می شود". 
مطابق به پیشنهاد وزارت زراعت و منظور رهبری امارت اسلامی افغانستان در سال جاری ریاست تخنیک و ترانسپورت منحیث  یک ریاست‌ خدماتی در چوکات وزارت زراعت غرض حل مشکلات وزارت زراعت در بخش ترانسپورت ایجاد شده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

بازگشت