پکتیا کې پر ۴۶۷ کورنیو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۳۷
پکتیا کې پر ۴۶۷ کورنیو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

۱۳ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال صندوق په مالي مرسته او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په همکارۍ ددې ولایت پر ۴۶۷ بیوزلو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان لپاره د هالنډ کیمټې استازی سید کریم باور وویل، چې دغه متوازنه يا متراکمه خوراکه چې په ټولو خوراکې معياراتو جوړه شوې ده، د وړو څارويو په ځانګړي ډول د پسونو لپاره ورکول کېږي، چې موخه یې د پسونو د چاغښت دی.
 ښاغلی باور وویل چې په روحاني بابا ولسوالی کې ۱۷۱ کورنیو ته، په شواک کې ۲۲ کورنیو ته، په وزې ځدراڼ ولسوالی کې ۵۵ کورنیو ته، په احمد خېل ولسوالی کې ۶۳ کورنیو ته او ځاځي اريوب ولسوالی کې ۱۵۶ کورنیو ته د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې پروګرام په لړ کې هرې کورنۍ ته ۸۷ کيلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي، چې درې پسونو ته دوه مياشتې کفايت کوي، د خوراکې په پیل کې پسه يا ورۍ تلل کېږي او بيا د نتيجې د لاسته راوړلو په خاطر همدغه پسه دوه  مياشتې وروسته بيا هم تلل کېږي. 
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

دکابل موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې ۶۸۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ترویج مدیریت له خوا د غنمو د ننداریزو کروندو څارنه

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیریت له لوري، د دې ولایت د صبریو/یعقوبیو ولسوالی د غنمو له هغو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د چکډېمونو اغېزمنه پایله؛ د اوبو زېرمه او د سېلابونو مخنیوی

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت او طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د. . .

بازگشت