دکابل موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
دکابل موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې ۶۸۲ بېلابېل نیالګي د سیمې اوسېدونکو ته وسپارل شول.
د موسهي ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري، د ولسوالۍ د مقام په همغږۍ او همکارۍ، دغه نیالګي چې پکې مورپان، ناجو، غرني بادام او پشه‌خانه شامل دي، د سیمې د زرغونتیا او چاپېریالي ښکلا د ښه والي لپاره ووېشل شول.
چارواکي وایي، چې یاد نیالګي به د موسهي ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو، مدرسو، ښوونځیو او د ولسوالی مقام اړوند سیمو کې کېنول شي، څو د چاپېریال ساتنې ترڅنګ د خلکو لپاره سالم او ښکلی چاپېریال رامنځته شي.
په دې وروستیو کلونو کې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا ته د پام زیاتېدو سره، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو او وېش پروګرامونه چټک شوي دي، چې موخه یې د اقلیمي بدلونونو اغېزې کمول، د هوا ککړتیا راکمول او د طبیعي ښکلا پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

دکابل موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې ۶۸۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ترویج مدیریت له خوا د غنمو د ننداریزو کروندو څارنه

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیریت له لوري، د دې ولایت د صبریو/یعقوبیو ولسوالی د غنمو له هغو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د چکډېمونو اغېزمنه پایله؛ د اوبو زېرمه او د سېلابونو مخنیوی

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت او طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د. . .

بازگشت