کندهار کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۲:۳۵
کندهار کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده

۲۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخېږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د چرګانو روزنې یوزر او ۲۵۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري، چې د ورځې زرګونه کیلو ګرامه غوښه او زرګونه هګۍ تولیدوي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو فارمونو جوړول د کارموندنې ترڅنګ د چرګانو د غوښو د تولید په برخه کې یاد ولایت ځان بساینې ته نږدې کوی او ددې ولایت ګاونډ ولایتونه هم کولای شي، چې له دغو فارمون څخه ګټه پورته کړي.
په دغو فارمونو کې اته زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ددغو فارمونو د جوړولو موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ او په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او ترڅنګ یې له بهره د غوښینو چرګانو د وارداتو کچه ټېټول دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په خبره په هېواد کې ۱۲ زره او ۵۰۰  د چرګانو د روزنې فارمونه شته، چې لویه برخه یې په وروستیو کلونوکې کې جوړ او تر ډېره د چرګانو د غوښو د تولید برخه کې فعال دي.
باید وویل شي، چې افغانستان د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې شوې او ټاکل شوې ده، چې روان کال د چرګانو د غوښو د تولید لسګونه فارمونه جوړ شي، چې تر ډېره د چرګانو د غوښو په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوی او افغانستان په دې برخه کې پرځان بسیا کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت