کندهار کې د غنمو پېرلو لړۍ په چټکۍ روانه ده

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۵۴
کندهار کې د غنمو پېرلو لړۍ په چټکۍ روانه ده

۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر، امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم سره سم، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کندهار کرنیزو چارو آمریت او اړوندو کمیټو استازو په تخنیکي همکارۍ تر دې دمه ۱۸۰۰ مټریک ټنه مازاد غنم پېرلي او په زېرمه تونونو کې یې زېرمه کړي دي. د مسؤلینو په وینا پاتې غنم به هم په راتلونکو څو ورځو کې په عادلانه توګه وپېرل شي او د بحراني حالاتو، وچکالۍ، طبیعي پېښو کې د غنمو نشتوالي په موخه به زېرمه شي. 
مولوی قدرت الله حقیار د غنمو د کیفیت ارزونې او پېرلو پروسې څارنه وکړه. هغه د څارنې په ترڅ کې د پېرلو او تسلیمۍ کمیټې سره لیدنه وکړه، د هغوی کارونه یې له نږدې وڅارل او د غنمو د ښه کیفیت څارلو لپاره یې اړینې سپارښتنې شریکې کړې.
مولوي حقیار د خپلو خبرو په ترڅ کې د دواړو کمیټو څخه غوښتنه وکړه چې د غنمو په پېرلو او تسلیمۍ کې له بشپړې دقت څخه کار واخلي او په دې برخه کې هر ډول ستونزو ته جدۍ متوجه سي. هغه ټینګار وکړ چې د غنمو د پېرلو پر مهال دې د غنمو کیفیت ته زیاته پاملرنه وسي او یوازې ښه کیفیت لرونکي غنم دې وپېرل شي. ښاغلی حقیار دغه راز په یادو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې سږ کال په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخې ۵۰۱۰ مټریک ټنه مازاد غنم پېرل کېږي. د دې غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لپاره بېلابېلې کمیټې ګومارل شوې دي ترڅو دغه پروسه په ښه توګه پر مخ یوړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د هالند کمېټې د چارواکو ترمنځ لیدنه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د هالند کمېټې  مرستیال ډاکتر عبدالقادر فخري، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره نږدې دوه زره څاروي معاینه شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  ډنډ ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د کندهار معروف کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ بڼونه اړمنو بزګرانو ته ووېشل شول

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې (آر.او.پي) په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت