کندهار کې د زېرې کښت مخ په غوړېدو دی

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۴:۴۶
کندهار کې د زېرې کښت مخ په غوړېدو دی


۳ مرغومي ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ګڼو مېوو او سابو تر څنګ په یاد ولایت کې د زېرې کښت مخ په ډېرېدو دی او حاصلات یې کال تربلې زیاتیږي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت د مرکز په ګډون د نېش، دامان، خاکریز، شاولیکوټ، تخته پول او سپین بولدک ولسوالیو په یوزرو او ۱۴۵ هکټاره ځمکه کې توره او سپینه زیره کرل شوې وه، چې له یادو کروندو څخه نږدې یوزرو او ۲۶۰ ټنه زیره راټوله شوې ده.
د دوی په خبره په تېرو کلونو کې هم په دې ولایت کې یوشمېر بزګرانو په خپلو کروندو کې زیره کرلې وه، چې د قناعت وړ حاصل یې ترلاسه کړي دي.
زیره، چې په اصل کې یو غرنۍ بوټی دی، ځانګړې اقلیمي شرایطو ته اړتیا نه لري، نو په همدې موخه د افغانستان په ډېرو سیمو کې یې کرکېله دود شوی دی. کندهار، جوزجان، بلخ، غور او ارزګان د زیرې کرکېلي لپاره غوره اقلیمي شرایط لري او له یادو ولایتونو څخه هرکال په زرګونه ټنه زېره راټول او بازار ته وړاندې کیږي.
له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کیږي او په کور د ننه او بهر ښه مارکېټ هم لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۵۸
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې او بټې کوټ ولسوالیو بوټو ساتني مدیریت کارکوونکو په مختلفو کلیو کې بڼوالو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۳
Background image

کندز کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
کندز ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو او بنسټونو سره د همغږۍ او پرمختګ په موخه غونډه وکړه. په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۴۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي: درېیم فارم څخه به سږکال نږدې درې زره ۳۰ ټنه جوار ترلاسه شي 

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم چارواپي وایي، سږ کال په دغه فارم کې شاوخوا ۴۰۳۰ جریبه ځمکه د جوارو د کرلو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د. . .

بازگشت