د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي: درېیم فارم څخه به سږکال نږدې درې زره ۳۰ ټنه جوار ترلاسه شي 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۴۷
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي: درېیم فارم څخه به سږکال نږدې درې زره ۳۰ ټنه جوار ترلاسه شي 

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم چارواپي وایي، سږ کال په دغه فارم کې شاوخوا ۴۰۳۰ جریبه ځمکه د جوارو د کرلو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د کرنیزو اټکلونو له مخې به ترې نږدې درې زره ۳۰ ټنه حاصل ترلاسه شي.
د درېیم فارم امر دکرنې مدیر انجنیر عتیق الله د معلوماتو له مخې، د کرنیز شرکت له خوا پر ۷۰ جریبه ځمکه جوار کرل شوې، چې د شاوخوا ۳۰ ټنه حاصلاتو تمه ترې کېږي. په ورته وخت کې، پر پاتې شاوخوا ۴۰۰۰ جریبه ځمکه اجاره‌ لرونکو بزګرانو کښت کړی، چې له دې برخې څخه به نږدې درې زره ټنه حاصل ترلاسه شي.
جوار د غوره غذایي ارزښت له امله یو مهم کرنیز نبات بلل کېږي، چې هم د کورني مصرف لپاره ځانګړی اهمیت لري او هم د بازار لپاره د پام وړ اقتصادي ارزښت لري. دا غله د څارویو خوراک لپاره هم ډېره مهمه ده او د کرنې په برخه کې یې ارزښت زیات دی .
د پلان له مخې، د ۱۴۰۴ کال لپاره به د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت په خپلو ۱۵۰۰ جریبه ځمکو کې د خپلو امکاناتو او لګښت په اساس غنم هم وکري.
د شرکت د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې له لارې به د سیمې کرنیز حاصلات لوړ شي او د اقتصادي پرمختګ لپاره به مهمه برخه ولوبوي.
مسوولین وایي، د دې حاصلاتو زیاتوالی به د بزګرانو د عوایدو په لوړولو او د کرنیزو محصولاتو په تنوع کې مثبت بدلون راولي.


مسوولان شرکت زراعتی وادی ننگرهار: از فارم سوم امسال نزدیک به سه هزار و سی تن جواری به دست خواهد آمد
۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان فارم سوم شرکت زراعتی وادی ننگرهار می‌گویند که امسال حدود ۴۰۳۰ جریب زمین در این فارم برای کاشت جوار اختصاص یافته است و بر اساس برآوردهای زراعتی، از آن نزدیک به سه هزار و سی تن محصول به دست خواهد آمد.
به گفته انجنیر عتیق‌الله، مدیر زراعتی و امر فارم سوم، در ۷۰ جریب زمین که مستقیماً توسط شرکت زراعتی کشت شده، انتظار می‌رود حدود ۳۰ تن محصول برداشت شود. در همین حال، کشاورزان مستأجر بر باقی حدود ۴۰۰۰ جریب زمین کشت کرده‌اند که از این بخش نیز نزدیک به سه هزار تن محصول به دست خواهد آمد.
جوار به دلیل ارزش غذایی بالا یک محصول زراعتی مهم محسوب می‌شود که هم برای مصرف داخلی اهمیت ویژه دارد و هم از نظر اقتصادی برای بازار ارزش قابل توجهی دارد. این غله همچنین برای تغذیه حیوانات اهمیت زیادی دارد و در بخش زراعت از ارزش بالایی برخوردار است.
طبق برنامه، برای سال ۱۴۰۴ شرکت زراعتی وادی ننگرهار در ۱۵۰۰ جریب زمین خود با توجه به امکانات و هزینه‌هایش، گندم نیز کشت خواهد کرد.
مسوولان شرکت می‌گویند که از طریق این پروژه، تولیدات زراعتی منطقه افزایش یافته و نقش مهمی در توسعه اقتصادی خواهد داشت. آنان افزودند که افزایش این محصولات باعث بالا رفتن درآمد کشاورزان و تنوع محصولات زراعتی خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت