کندهار کې د انارو جغرافيايي نښو اړوند غونډه وشوه
۲۷ليندۍ ۱۳۹۹
دکندهار دکرنې رياست وايي، چې په دې ولايت کې دملکرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارېFAO له خوا دانارو جغرافيايي نښو سلا مشورې ترعنوان لاندې غونډه په لاره اچول شوې وه.
په دې غونډه کې دکندهار دکرنې رييس سيدحفیظ الله سيدي، دانارو سوداګر، پروسس کوونکي او بڼوال ګډون درلود.
په دې غونډه کې دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې له خوا ګډونوالو ته دجغرافيايي نښو په اړه اړين مالومات وړاندې شوه.
دغه راز د انارو د ټولنې رييس ته جواز ليک هم په رسمي توګه ورکړل شوه او ترڅنګ يې د ارغنداب ولسوالۍ د انارو ټولنې لپاره هم کمېټه وټاکل شوه.
په پای کې اړوندو ټولو بنسټونو سره نوي پلانونه شريک شول.