پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل یې یاد لرګي د غزني ولایت ته انتقال کړي.
د معلوماتو له مخې، یو عراده سوپر موټر چې له برمل ولسوالی څخه بار شوی و، د سروضي ولسوالی په مربوطاتو کې د ځنګلاتو د ساتنې قطعي په چک‌پواینټ کې د مسؤلینو له خوا ونیول شو. همدارنګه، بل عراده سوپر موټر چې له اوړممۍ ولسوالی څخه بار شوی و، د ولایت په مرکز کې ونیول شو.
د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست مسؤلین ټینګار کوي، چې د طبیعي منابعو، په ځانګړي ډول د ځنګلاتو ساتنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده، او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې په ناقانونه توګه د عامه شتمنیو قاچاق ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

دمیدان وردګ دایمیرداد کې بزګرانو ته دهوږې دکښت په هکله لازمې لارښونې وشوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د ډاکار مؤسسې او دایمیرداد ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کارمندانو له. . .

بازگشت