کندز کې به د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۴:۳۰

۲۲ غبرګولی ۱۳۹۸

کندز کې د غنمو د حاصلاتو د ټولولو په درشل کې ارزونې ښیي، چې سږ به ددې ولایت د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي.

تېر کال په دې ولایت کې په ۱۷۸ زره او ۸۰۴ هکټاره ځمکه کې د غنمو کرکېله شوې وه خو سږ کال ددې ولایت په ۱۹۲ زره او ۹۲۵ هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوې ده.

د اصلاح شویو تخمونو کارول، پر وخت کرکېله، د کیمیاوي سرو پرځای استعمال، ښه هوا، پر وخت او ډېر بارانونه، کرنیز عملایتونه ترسره کول، بزګرانو ته فنیي او مسلکي سلا مشوري ورکول او له افتونو او ناروغیو سره هر اړخیزه مبارزه هغه چارې دي، چې سږ کال د غنمو د حاصلاتو د کچې په لوړو کې رغنده مرسته کړې.

ددې ترڅنګ، چې سږ کال له بارانونو سره طوفانونه او سیلابونه هم مل و او کروندو ته یې زیانونه ورسول خو له دې سره سره اټکل کیږي، چې سږ کال به د کندز د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون « د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌ونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار.»شعار سره، د ۱۴۰۴ ام کال دتلې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه. . .

بازگشت